د هوا د ککړتیا مخنیوی؛ د کابل ۲۶۰ هکتاره ځمکه په دایمي ډول سرسبزه کیږي

د هوا د ککړتیا مخنیوی؛ د کابل ۲۶۰ هکتاره ځمکه په دایمي ډول سرسبزه کیږي

د کرنې وزارت د کابل په قلعه مسلم تپه کې د ۲۶۰ هکتاره ځمکې د دایمي سرسبزۍ خبر ورکوي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې د دغې سرسبزۍ کار پرون رسماً په عصري ډول پيل شو.

سرچینه زیاتوي، چې په منظمه توګه به د دغې سیمې ساتنه وشي څو د هوا د ککړتیا مخنیوی وشي .

ویل شوي، چې په دې پروژه کې ۱۲۰ تنو ته د کار زمینه هم مساعده شوې ده.

یاده سیمه د ملي شورا نوې ودانۍ ته څېرمه موقعیت لري.

  




تبصره وکړئ

avatar
t