يو انځور او ۲۶۵۰۰۰ کهکشانونه

يو انځور او ۲۶۵۰۰۰ کهکشانونه

د امريکا هبل خلايي دوربين يو داسې انځور جوړ کړی دی چې ۲۶۵۰۰۰ کهکشانونه پکې ښکاره کېږي.

ياد انځور ته د ليګسي فيلډ نوم ورکول شوی دی او د هبل په نوم د يوې ځانګړې ډلې له لوري جوړ شوی دی.

ستور پېژندونکي وايي، د دې انځور په اخيستلو څو کلونه وخت لګېدلی، ځکه په وینا یې په دې کې داسې کهشکانونه هم شته چې له ځمکې څو اربه لمریز کاله واټن لري او دا هغه کهکشانونه دي چې د کايناتو له پیدایښت سره هم‌مهاله را منځ ‌ته شوي.

د هغې ډلې مشر چې په ياد انځور يې څېړنه کړې ده، ويلي دي ۱۶ کاله مخکې د ياد انځور د جوړولو چارې پيل شوې وې.

هغه وايي، د ۲۰۰۴ ميلادي کال راهيسې د بېلابېلو کهکشانونو ۴۵۰۰ انځورونه اخيستي او اوس یې ټول یو ځای کړي چې یو لوی سمندر ترې جوړ شوی دی.



تبصره وکړئ

avatar
t