کاش نه پوهیدای او بیرته ماشومان شوي وای

کاش نه پوهیدای او بیرته ماشومان شوي وای

کله چې به مو دسهار خوږ چای لپاره له ډوډۍ کاشوغه جوړه کړه او د ګيلاس د بورې د ويلې کولو هڅه به مو کوله،

کله به چې نيمه يا يوه کاشوغه بوره په چای کې زياته شوه نو زښت زياد به ورته خوشاليدو

کله چې به مو د وچې ډوډۍ يوه ټوکړه په کتابونو کې کيښودله او ښوونځي ته به ولاړو بيا به مو له ټولګيوالو سره هم ويشله

کله چې به پلار يواو دوه روپۍ راکړې او بيا به د ښوونځي د تفريح يا رخصتۍ پر مهال د کانتين يا دکان مخې ته په پوره ليوالتيا ولاړ و چې نوبت مو راورسيږي

کله چې به د نويو بوټانو، څپلکو، بکس يا کتاب په اخيستلو له خوښۍ په کاليو کې نه ځاييدلو

کله چې به مو د مور د لاس د تودې ډوډۍ بوی له ليرې حس کاوه او د تنور په لور به راځغليدو

کله چې به مو مور ديګ کول شروع کول او موږ به ورته ولاړ و چې وچه ډوډۍ راته د ديګ په غوړو کې ښکته کړي.

کله چې به مو په بې صبرې د بخار د ديګ د بخار خلاصيدو ته انتظار ويسته او مور ته به مو ويل چې بس سر يې خلاص کړه بخار يې ختم دی!

کله چې به مو په شريکه کاسه کې په بيړه ډوډۍ خوړله ترڅو يې راڅخه نور و نه خوري او کله چې به د چای سره شيريني “خوږه” وه او موږ به قصداً دوه درې پيالې چای څښلو، 

هغه مهال زموږ هيلې او غوښتنې پاکې او صادقانه وې، ژوند مو ساده و، آسمان او ځمکه راته مهربانه ښکاريدل! 

موږ خو نه پوهيدو خو پلار او مور مو پوهيدل چې څومره په سخته زموږ دا کوچنۍ، کوچنۍ هيلې پوره کوي؟ 

اوس چې پوه شوي يو وايو کاش نه پوهيدای او بيرته ماشومان شوي وای. هيلې، غوښتنې او عقل به مو کم او غم به مو په نشت حساب و.

لیکنه: ځیرک یوسفزی




تبصره وکړئ

avatar
t