خدای سریع الحساب دی

خدای سریع الحساب دی

بايزيد بسطامي رح له مرګ وروسته چاته خوب ته ورغى ويل يې چې نکير او منکر وپوښتلم کوم ښه کارونه دې ترسره کړي؟

ماوويل که ووايم چې لمونځونه مې ډير کړي او روژې مې نيولي هسې نه چې قبول شوي نه وي ، نو ورته ومې ويل خداى ج مې يوګڼلى له هغه ج سره مې څوک سيال او شريک نه دى نيولى، نو راته يې وويل دروغ وايې يوه ورځ دې نس خوږيده و دې ويل شيدې مې څښلي وروسته نس يې راته خوږ کړ ،ودې نه ويل چې خداى ج راباندې درد ايښى .

خو خداى ج په دې بښلى يې چې د پيشو بچى دې له مرګ ژغورلى يخ ژمي کې د پيشو بچى لار کې پروت و له مرګ او ژوند سره يې لاسونه مروړل تا پورته کړ او خپل چپن کې دې تود کړ هغه دې له مرګه وژغوره.

نوټ:هغوې چې په بې ګناه انسان رحم نه کوي روژه په خوله مسلمانان شهيدانوي دادې ياد ولري چې دوې هم خالق ج لري هغه خالق ج چې سريع الحساب دى .

لیکنه: محب الرحمن مالیار




تبصره وکړئ

avatar
t