د رسول الله ﷺ په پرتله زمونږ ژوند.

د رسول الله ﷺ په پرتله زمونږ ژوند.

ایا مونږ په ريښتیا هم د رسول الله اطاعت کوو او یا مو کړی….؟
۱- رسول الله ښه خوي درلود او مونږ سره د بد اخلاقۍ په وجه په اسانه خبرې نه کیږي.
۲- رسول الله په لورونه کې بې سارى وو او مونږ چاته تیږه نه ورکوو چې سر پرې مات کړي.
۳- رسول الله به همېشه معطر وو او زمونږ د خولو او تخرګو بوي په لس متری کې حس کېدایشي.
۴- د رسول الله سيرت دا وو، چې څوک يې له ځان نه ناهيلې کول او مونږ د خپل ورور په ستوني پښه ږدو.
۵- رسول الله خورا مېړنى وو او مونږ د خپلې ښځې مخکې کوړنج نشو کولای
۶- رسول الله د نورو په پرتله ډېر لږ غوسه کېده او زمونږ په ټنډه کې د غوسې له امله هر وخت ۱۲ بجې وي.
۷- رسول الله د بېسدۍ تر بريده د خداى له ډاره ژړل او مونږ له خدای سره زورونه وهو.
۸- رسول الله به چې له کوم مجلس نه پاڅېده؛ نو ۲۵ وارې به یې استغفار وایه او مونږ د استغفار په معنا لا نه پوهيږو.
۹-رسول الله سوالګر ناهيلی نه پرېښوده او مونږ یې حرفوي بولو.
۱۰- رسول الله تر ویدېدو وړاندې قران تلاوت کاوه او مونږ تر هغو فېسبوک ته ګوره تر څو ویده شو.
۱۱- رسول الله ته مال او دولت د لاس خيری ښکارېدي او مونږ د ډالرو سل ګون ته له هر څه تېر يو.

لیکنه: عدنان ساحل




تبصره وکړئ

avatar
t