صدقه / د عبرت لنډه کیسه

صدقه / د عبرت لنډه کیسه

طاوس رحمه الله وايي:

يو کس خپله صدقه درې برخې کړه او ژمنه یې وکړه، که په کلي کې لمړی هر کس په مخه راغی؛ نو هغه ته به صدقه ورکوم.

لمړۍ يوه ښځه په مخه راغله او د ژمنې سره سم يې لمړۍ برخه صدقه ورکړه.

خلکو وويل:
-دا ډېره بدکاره او بدلمنه ښځه ده، له دې وروسته بل کس په مخه راغی، هغې ته یې دوهمه برخه صدقه ورکړه.

خلکو وويل:

-دا ډېر بد او ناوړه انسان دی، په دريم ځل یې بل کس په مخه راغی دریمه برخه صدقه یې هغه ته ورکړه.

خلکو وويل:

-دا کس خو ډېر شتمن دی، د خلکو په خبرو صدقه ورکوونکی ډير خپه او ناهيلی شو؛ نو صدقه ورکوونکي خوب وليد چې، الله جل جلاله یې درې واړه صدقې قبولې کړې دي.

لومړنۍ ښځه زنا کاره وه، د ډيرې بيوزلۍ له کبله یې بدلمنې پیل کړی وه، کله چې تاسو ورته صدقه ورکړه؛ نو هغې د زنا څخه لاس واخیست، دوهم کس نامتو غل و، دا کار يې له مجبوريته کوه، کله چې تاسو هغه ته مال ورکړ، هغه د غلا څخه توبه وکړه.

 دريم شخص خورا شتمن و؛ خو هيڅ کله یې صدقه نه کوله، تاسو چې کله هغه ته صدقه ورکړه، دا صدقه د هغه لپاره د عبرت يو درس شو، ستا له برکته هغې ته هم د صدقې توفيق وشو.

نو موږ تاسی باید همیشه صدقه ورکړو په پوره اخلاص او الله جل جلاله رضاء لپاره.

ماخذ: کنزالعمال‌

سمیه سعید




تبصره وکړئ

avatar
t