د روژې اقسام او اصلي روژه

د روژې اقسام او اصلي روژه

حافظ عبدالولي رازقي

محترمو مسلمانانو په دې اړه بیان درته کوم چي اصلي او صحيح روژه کومه ده او روژه د احتیاط او نه احتیاط په اعتبارڅو قسمه ده؟

محترمو وروڼو د رمضان د مبارکي مياشتي روژه او دارنګه هره روژه د روژه دار د احتیاط، او نه احتیاط په اعتبار پر درې قسمه ده :

اول قسم يې دادی چي يو مسلمان داسي روژه ونيسي چي له خوراک، چښاک او د شهوت له پوره کولو ځان رامنع کړي، نور نو په هيڅ شي پروا نه کوي ، مثلاً ( العياذ بالله ) غيبتونه کوي، دروغ وایې د ورځي له خوا په معاملو کي له مسلمانانو سره خيانت او غدر کوي، پر مسلمانانو بهتانونه وايې تلاوت او ذکر نه کوي او ټوله ورځ په فضولو خبرو او نالايقه کارو اخته وي، دا نو هغه روژه دار دی چي دده په اړه د اسلام پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) فرمايلي دي:

« کم من صائم ليس له من صومه الاالجوع والعطش» . [ اخرجه النسائی وابن ماجه] .

امام غزالي ( رحمه الله تعالی ) ددې مبارک حديث په اړه ليکلي دي :

« و ذالک الصائم هو الذي لايحفظ جوارحه من الاثام» . [ احياءالعلوم ] .

يعني ډير له روژه دارانو څخه داسي داسي سته چي ده لره دده له روژې څخه ( بله ګټه او فايده ) نسته، ماسوا له لوږي او تندي . يعني د روژې له برکاتو او لويو ثوابونومحروم دي او بې فايدې لوږه او تنده پر ځان راولي.

امام غزالی ( رحمه الله تعالی ) فرمايلي دي چي دا هغه روژه داران دي چي په روژه کي خپل اعضاء او اندامونه له ګناؤ نه ساتي .

دوهم قسم روزه د خاصو بندګانو روژه ده، او دا هغه روژه ده چي روژه دار سره له دې چي له خوړلو، چښلو او دشهوت له پوره کولو ځان ګوري له ټولو شرعي منکراتو څخه هم د خپل ځان ساتنه کوي .

دريم قسم روژه د الله پاک د خاص الخاصو بندګانو روژه ده، او دا روژه عبارت ده له دې چي روژه دار په ټوله ورځ کي خپل زړه له دنيوي فکرو څخه ساتي او له الله جل جلاله څخه پرته يې يو آن زړه په بل شي نه مشغوله کيږي، البته داسي دنيوي کار چي مطلب ورڅخه دين وي له دې څخه مستثنی دی، ددغو بندګانو په نزد که يو آن ددوئ زړونه له ا لله جل جلاله او اخرت څخه ماسوا په بل څه مشغول سي نو ددوئ روزه ماته سوه .

حاصل دادي چي هغه روزه چي په اسلام کي د هغې عظمت، بېحسابه ثوابونه، په لوړه کچه برکات او ديني او دنيوي ، سیاسي او اقتصادي ، اجتماعي او فردي، صحي اوطبي ګټي بيان سويدي نو هغه د هغه چا روزه ده کوم چي دغه شپږ کارونه پکښي موجود وي :

۱ – د سترګو او د نظر ساتل له حرامو او له هر هغه شي چي روژه دار له ا لله جل جلاله څخه غافله کوي .

د اسلام پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) فرمايلي دي : « النظرة سهم من سهام ابلیس لعنه الله فمن ترکهاخوفاًمن الله اتاه الله عزوجل ايماناًيجدحلاوته فی قلبه » . [ اخرجه الحاکم وصحّح اسناده ] .

۲- حفاظت د ژبي له غيبت ، بهتان،دروغ ويلو او له ټولو فضولو خبرو څخه، او د تلاوت، ذکر او نصيحت وغيره کول .

په يوه روايت کي راغلي دي :« خمس يفطرن الصائم، الکذب والغيبة والنميمة واليمين الکاذبة والنظر بشهوة» . [ احياءالعلوم ] .

دارنګه د ډيرو علماؤ دا مذهب دی چي په غيبت او دروغ ويلو سره روژه ماتيږي . [ حرمة اهل العلم، احياء ] .

۳- ځان ساتل له غوږ نيولو هر هغه کلام او هرهغه شي ته چي په شريعت کي يې اورېدل حرام وي، د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي : « المغتاب والمستمع شريکان في الاثم » . [ احياء العلوم ] .

او الله جل جلاله فرمايلي دي : « سماعون للکذب اکّالون للسحت» . صدق الله العظيم .

۳- په روژه کي نور اعضاء لکه لاسونه او پښې له ګناؤ ساتل او دارنګه خپل نس د افطار په وخت کي د حرام او شبهناک شي له خوړلو او چښلو څخه ساتل .

۵ – دا چي د افطاراو رژه مات پر وخت په خوړلو او چښلو کي له اسراف او افراط څخه ځان وساتي او تر اندازې زيات خوراک ونکړي.

۶- دا چي د افطارپه وخت کي يې زړه د خوف او رجا تر منځ وي په دې ډول چي ايا زما روژه به الله ( جل جلاله) قبوله کړيوي او که يا. والسلام ومن الله التوفیق

نور وروڼه هم په خبر کړي. اوتاسو یي هم ووایاست.

رازقي.




تبصره وکړئ

avatar
t