د کابل مسلم کلا غونډۍ؛ کرنې وزارت یې د سرسبزۍ پروژه پیل کړه

د کابل مسلم کلا غونډۍ؛ کرنې وزارت یې د سرسبزۍ پروژه پیل کړه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کابل د زرغون کمربند د سمسورتیا او زرغوتیا د پروژې چارې د کابل ښارد مسلم‌کلا په غونډیو کې پیل شو.

یاد شوی وزارت وایي دغه فعالیتونه د زرغون کمر بند د سیمو د پراختیا او په پلازمېنه کې د اکسیجن د تولید د ډاډمنې سرچینې د ایجادولو په موخه تر سره کیږي.
د کرنې وزارت د زرغون کمربند د فعالیتونو د پراختیا پروژه په هغه غونډه کې، چې د شپږمې ناحیې رییس، د امنیتي بنسټونو استازي او د سیمې مشران هم شتون درلود په رسمي توګه پیل شو او د سیمې د اوسیدونکو له تود هرکلي سره مخ شو.
د کابل د زرغون کمبر بند په دې پروژه کې، چې دسیمې د سمسورتیا او د ابریزو د تنظیم په پار تر سره کیږي د مسلم‌کلا د غونډیو اړوند په ۲۶۰ هکټاره سیمه کې پلي کیږي. د محافظتي بندونو (چکډمونو) جوړول، د تراسونو احداثول، د غوچوړو کېندل، بېلابېل نیالګي کېنول، په مستقیمه توګه د ونو او د بېلابېلو ګیاوو تخمونه کرل هغه چارې دې، چې په دې سیمه کې تر سره کیږي.
په ورته وخت کې په یاده سیمه کې ددغو فعالیتونو ترڅنګ د اوبولګولو د شبکې د جوړولو چارې، چې په کې د ژور څاه کېندل، سولري سیسټم نصبول، د اوبو زېرمه جوړول او د اوبولګولو د شبکې د وېش سیسټم جوړول هم شامل دي په نږدې راتلونکي کې پیلیږي، ترڅو د ونو او ګیاوو د ساتنې او پالنې زمینه برابره شي.
په دغو غونډیو کې د عملي کار په پیل سره د تخنیکي فعالیتونو د تر سره کولو په پار دمګړۍ له بېلابېلو سیمو څخه تر راتلونکو ۹ میاشتو پورې ۱۲۰ کسان په دندو ګمارل شوي دي.  ددې پروژې د پلي کولو عملیاتي پلان او په دې سیمه کې د نیالګیو کېنولو لړۍ د روان کال د مني په موسم کې تر سره کیږي.
د کابل ښار د شپږمې ناحیې رییس انجنیر شمس الله نجفي چې ددې پروژې په پرانیست غونډه کې ګډون درلود وایي: «د مسلم کلا د غونډیو سیمه یوه زیانمنونکی سیمه ده، چې یوه برخه یې غصب شوې هم ده، ددې پروژې پلي کول د غاصبانو مخه هم نیسي.»
هغه ژمنه وکړه، چې ددې پروژې په عملي کولو کې هر ډول همکاری ته چمتو ده. هغه وویل: «غاصبانو ته به اجازه ورنګړم، چې په دولتي سیمو کې کورونه جوړ کړي.»
په ورته وخت کې د سیمې اوسیدونکي هم د کرنې وزارت له دې کار څخه د هرکلۍ ترڅنګ په دې برخه کې د هر راز همکاریو ژمنه وکړه. د مسلم کلا د سیمې د ګذر وکیل دګروال خیرالله وایي: «د کرنې وزارت ددې کار هرکلۍ کوو، له یوې خوانه د ځمکې د غاصبینو مخه نیول کیږي او له بلې خوانه مو سیمه سمسور او زرغونیږي، مونږ د کرنې له وزارت سره همکار یو او په دې برخه کې د هرراز همکاریو ژمنه کوو.»
د کابل د زرغون کمربند پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو د لوی ریاست له مهمو برناموڅخه ده، چې د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس او د اقتصادي عالي شورا د ۱۳۹۴ یم کال د مرغومي د ۹ نېټې د پرېکړې پر بنسټ په کابل کې په لاره اچول شوې ده. ددې پروژې په پلي کولو کې د ښاري پراختیا، کورنیو چارو، اطلاعات او کلتور، حج و اوقاف وزارتونه او همداراز د اراضي او چاپریال ساتنې خپلواکې اداری او د کابل ښاروالی هم همکاري لري.
د کابل د زرغون کمربند د پروژې اصلي موخه د اوبو او هوا د ککړتیا مخنیوی، د اقلیمي بدلونونو او مضره ګازونو د زیانونو کچه ټېټول او همداراز کارموندنه ده. دغه پروژه د ۲۰ میلیونه نیالګیو د اېښودلو، د نوي ټراسمټرونو احداثولو، غوچوړي کېندل، واړه محافظتي بندنو (چګډمونه) جوړول او د اوبولګولو د شبکو په جوړولو سره د پلي کېدو په حال کې ده. ددې پروژې چارې د ۱۳۹۴ یم کال د سلواغې په ۱۰ مه نېټه د کابل په ښار کې پیل شو.
ددې ۱۰ کلنې پروژې د طرحې پراساس ټاکل شوې، چې د قرغې اوقصبې غونډیو همداراز د اسمایي، شیردروازې، بنیي حصار، کلوله پشتې او تنګي غارو د غرونو په لمنو او ترڅنګ یې د مرنجان تپې او د منشي میرغلام د ښارګوټي په څنډو کې په ټولیزه توګه په ۱۰ زره هکټاره ځمکه کې د نوي نیالګیو په کېنولوسره تلپاتې زرغون فضا رامنځته شي. ددې پروژې پلي کول ددې لامل کیږي، چې په کابل کې د هوا د ککړتیا کچه ټېټه شي، اکسیجن تولید او کاربن ډای اکسایډ جذب کړي، د هوا د ککړتیا له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو کچه ټېټه کړي، د ښار، غونډیو او غرونو د ښکلا لامل شي، د سیلابونو د زیانونو مخه ونیسي، د واورې او بارانونو د اوبو د جذبولو کچه لوړ کړي، د وحشي ژویو تنوع ښه کړي او په کابل کې د بومي حیواناتو او الوتونکو د زیاتوالي لامل شي او تر ټولو مهمه دا چې خلکو سره د کارموندنې او په کورنیو کې د معیشت له ښه والی سره مرسته وکړي.
۱۳۹۵ یم لمریز کال، چې د کابل د زرغون کمربند د پروژې د پلي کولو لومړنۍ کال وه، ددې کال په لړ کې په ۵۵۰ هکټاره ځمکه کې څه باندې ۱۲۵ زره نیالګي اېښودل شوي، ۹۹۸ زره او ۹۵۰ متره ټراسونه احداث شوي، څه باندې ۶۳۹ زره غوچوړې کېندل شوي او درې زره او ۱۰۰ متر مکعب محافظتي بندونه «چکډمونه» جوړ شوي دي. دغه فعالیتو نه د قرغې، قصبې اسمایي او شیردروازې د غرونو په سیمو کې ترسره شوي دي. په ۱۳۹۶ یم کال کې یو زر او ۱۲۳ هکټاره ځمکه ددې پروژې د چوپړونو تر پوښښ لاندې ونېول شوه. په ۹۷ یم کال کې څه باندې ۱۷۶ زره او ۳۰۰ نیالګي اېښودل شوي، څه باندې ۱۲۸ زره او ۶۰۰ ټراسونه احداث شوي دي او ۹۵۰ هکټاره ځمکې لپاره د اوبولګولو شبکه ډیزاین شوې ده. دغه فعالیتونه د قرغې، قصبې، اسمایي، شیردروازې، بنی حصار، کلوله پشتې او تنګي غارو غرونو او د مرنجان تپې په سیموکې تر سره شوي دي، چې په دې وروستیو کې یې د فعالیتونو لمن د مسلم‌کلا غونډیو ته هم ورسېد




تبصره وکړئ

avatar
t