د ځمکې د ګرمېدو لپاره ساينس پوهانو نوې حللاره موندلې

د ځمکې د ګرمېدو لپاره ساينس پوهانو نوې حللاره موندلې

د کمبريج پوهنتون پوهان وايي، دوی غواړي د ځمکې د تودوخې د کمېدو لپاره يو څېړنيز مرکز رامنځته کړي.

ويل شوي دي، دغه مرکز کې به داسې لارې چارې تعقيب شي، په نا دوديز ډول د ځمکې د ګرمېدو مخه پکې ونيول شي.

د دې ډلې یوه مهمه مفکوره دا ده چې د قطر پر سر د ورېځو راوستلو یا روښانولو سره قطب بیا کنګل یا یخ کړي.

دغه مرکز وايي، د سمندرو د شنه کولو لپاره به کاربن ډای اسکايډ د اوبو له سطحې جذب شي.

تمه ده دغه نوښت د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې پیل د کاربن مونو اکسایډ کې د پام وړ کمیدو لامل شي.

د ياد مرکز غړي وايي، دوی به لسو کلونو کې دا طرحه عملي کړي خو د لسو زرو کلونو د تودوخې مخنيوی به پرې وشي.

په نړۍ کې تودوخه چې ورځ تر بلې ډېرېږي يو ه جدي ستونزه ده، ساينس پوهان هڅه کوي د ځينو مصنوعي لارو چارو له امله د ځمکې د تودوخې سطحه راټيټه کړي.



تبصره وکړئ

avatar
t