د شیطان څخه ګټه!

د شیطان څخه ګټه!

ابن جوزي رحمه الله په خپل کتاب “الاذکیاء /۹۴” کي لیکي: یوه ورځ امام ابوحنیفة رحمه الله ته یو کس راغلی، داسي عرض یې وکړی: ما یو ځای ښه ډيري پیسې ښخي کړي دي، اوس یې ځای راڅخه ورک دئ، زه څنګه طریقه پکار واچوم، چي ورک مال بېرته لاسته راوړم؟

امامنا الاعظم رحمه الله ورته وفرمایل: دا خو کومه فقهي مسئله نه ده، چي زه یې جواب کړم؛ خو بیا هم یوه حیله درته ښیم، ممکن ګټه ځني واخلې!

هغه دا چي ټوله شپه به په نفلو تېروې (اِنْ شَآءَاللّٰهُ) د پیسو ځای دي په یادیږي.

هغه کس چي واورېدل چابک روان سو، په داغه لومړۍ شپه پر لمانځه ودرېدئ، څلورمه حصه شپه لا نه وه تېره سوې، چي پیسې یې پیاد سوې، دستي ولاړی خپلي پیسې واخستې.

بیا ابوحنیفه رحمه الله ته ورغلی خبر یې ورکړئ، چي زما مطلوب حاصل سو، امام ابوحنیفه رحمه الله ورته وفرمایل: هو! همدا مي توقع وه، چي ځای دي پیاد سي، ځکه شیطان چیري هم انسان پوره شپه عبادت ته نه پرېږدي، پیسې یې باندي پېرزو دي، خو عبادت نه!!!

نورو مومنو وروڼو سره يې هم شريک کړئ!



اسلام عبادت

تبصره وکړئ

avatar
t