څنګه په روژه کي د قرآن کريم ختم وکړم؟

څنګه په روژه کي د قرآن کريم ختم وکړم؟

نن خلک ټول د ژوند په کارونو مصروفه دي، څوک وخت نه لري چي تلاوت وکړي، څوک بیا اراده لري چي تلاوت وکړي، موقع په لاس نه ورځي.

څوک بیا هم وخت لري او هم د تلاوت کولو موقع په لاس ورسي، خو تر څو دقیقو تلاوت وروسته ستړی سي او بیا په ورځو ورځو قرآن کریم نه را خلاصوي.

ددې لپاره یوه داسي طریقه پکار ده چي په مټ باندي ئې موږ کولای سو، ډېر به اسانه سره ځان د قرآن کریم په تلاوت عادت کړو او هره ورځ بیا دغه عادت په ډېره اسانۍ سره تر سره کړو.

د قرآن کریم د حروفو اندازه (Font size) چي نن دنیا کي رواج دی، یو قرآن کریم تقریبا د ۵۵۰ څخه تر ۶۵۰ صفحي کیږي. راسئ، موږ به یو قرآن کریم ۶۰۰ صفحي ونیسو.
که دغه ۶۰۰ صفحي د میاشتي پر ۳۰ ورځو باندي ووېشل سي، نو په یوه ورځ کي به ۲۰ صفحي تلاوت سي، او که دغه د یوې ورځې ۲۰ صفحي تلاوت پر پنځو لمونځونو باندي ووېشل سي، نو د هر لمانځه سره به یوازي څلور صفحي تلاوت سي.

پایله: اوس که تاسي غواړئ، چي په میاشت کي یو قرآن کریم ختم کړی، نو د هر لمانځه مخکي یا وروسته یوازي څلور صفحی د قرآن کریم تلاوت کوی او که غواړی، چي دوه ختمونه د قرآن کریم وکړی، نو بیا څلور صفحي تر لمانځه مخکي او څلور صفحې وروسته تر لمانځه او دا عادت به راباندي سخت کیږي هم نه، ځکه لږ دی. ان شاء الله

نورو مومنو وروڼو سره يې هم شريک کړئ!



اسلام قران الکريم قران عظيم الشان قران کريم

تبصره وکړئ

avatar
t