د روژې په مبارکه میاشت کي د غریبو هيوادوالو لاسنیوی څومره مهم دی؟

د روژې په مبارکه میاشت کي د غریبو هيوادوالو لاسنیوی څومره مهم دی؟

عيسی محمد قلمیار خبریال

د روژې میاشت د الله تعالی ده، ځکه چي د روژې د هري ورځي بدله ورکول الله تعالی پر خپل ځان لازمه کړې ده. روژه، چي په عربي کي رمضان ورته وایي، له (رمضاء) څخه مشتق ده او رمضاء د ژمي باران ته ویل کېږي چي له امله یې ځمکه ښه خړوبه سي او په پسرلي کي ښه فصل وکړي. دا چي دا میاشت هم د انسان د زړه د ګناهونو دوړي او غبار مینځي او د اعمالو کښت پرې ښه زرغون وي، ځکه ورته رمضان وایي. له حضرت انس بن مالک رض څخه روایت دی چي رسول الله ص وفرمایل: ((د دې میاشتي نوم رمضان ایښودل سوی دی، ځکه چي دا ګناهونه سوځي، دا چي په دې میاشت کي د ټولو مسلمانانو سره په عامه توګه او د خپلو قریبانو سره په خاصه توګه ښه کول ډېر ثواب لري، ځکه ورته د مواساة میاشت وایي. او په دې کي د رزق پراخي هم وي او غریبان خلک هم نعمتونه خوري، ځکه ورته د وسعت او رزق میاشت هم وايي. امیرالمؤمنین حضرت عمر بن الخطاب رض فرمایي: هغې میاشتي ته دي ښه راغلاست وي کومه چي موږ پاکوي. ټوله روژه خیر ده، که د ورځي روژه وي او که د شپې قیام(ولاړه) په دې میاشت کي خیرات او صدقه کول په جهاد کي د مصرف کولو ثواب لري، نو په کار ده چي هر هیوادوال په دې مبارکه میاشت کي د یتیمو، بېوزلو او اړمنو کورنیو سره خپلي هر اړخیزي بشري مرستي ترسره کړي. پېغمبر ص فرمایلي دي چي الله تعالی وایي، د انسان هر عمل د خپل ځان لپاره دی او په روژه کي يې اعمال زما لپاره دي او زه به یې پخپله آجر ورکوم، نو الله ج به هغو مسلمانانو ته څومره آجرونه ورکړي، کوم چي په دې نېکه او مبارکه میاشت کي د یو غریبي کورنۍ لاسنیوی وکړي. رسول ص وفرمايل: کله چي يو یتیم په ژړا سي د الله ج عرش په ښورېدو سي! الله ج ملائیکو ته وفرمایي: دا یتیم چي پلار یې تر خاورو لاندي دی، چا وژړاوه؟ ملائیکي ووایي: یا الله ج تاسي ښه پوهېږئ، نو الله ج بیا وفرمایي: ای ملائیکو! تاسي ګواه اوسېږئ، څوک چي د دې یتیم ژړا خاموشه کړي او څوک چي یې زړه خوشحاله کړي، زه به د قیامت په ورځ هغه کس خوشحاله کړم. ستاسو لږ مرسته د يوه بېوزلــي کورنۍ په ژوند کي مثبت بدلون راوستلای سي، نو راسئ د دې مبارکي میاشتي په برکت او د خپل توان په اندازه په مرسته کولو سره د الله ج رضايت حاصل او رسول اکرم ص سنت ژوندي کړو. خیرالناس من ینفع الناس ! بهتره د خلکو هغه دي چي خلکو ته خیر رسوي.

فضل الباری شمسي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو د تنظیم او خوندیتوب رئیس

موږ ټول په دې پوهېږو چي زموږ په ګران هیواد کي ډېري ناخوالي تېري سوي دي او ډېر بېوزله یتیمان او کونډي ښځمني راپاته دي. نو په همدې اساس، زموږ په هیواد کي پر هغو شتمنو کسانو دا ږغ کوو چي د روژې مبارکي میاشتي په رارسېدو سره د دغسي بېوزله قشر لاسنیوی وکړي او خپل د مال زکات او سرسایه د دغسي ناداره کورنیو سره شریکه کړي او د دې تر څنګ چي خپل د مال زکات ورکوي، نوري اړیني مرستي دي هم ورسره وکړي چي ښه مثال یې موږ په کندهار ولایت کي د مهمند خصوصي روغتون وړیا خدمات یادولای سو چي موږ د دغسي اشخاصو څخه ځانګړې مننه کوو چي د روژې په مبارکه میاشت کي یې خپل ټول روغتیایي خدمات وړیا اعلان کړل. او همدارنګه ځيني ملي سوداګر چي په هیواد کي پر بېوزلو خلکو خوارکي توکي وېشي یادولای سو، خو د افغانانو لپاره تر ټولو بده خبره دا ده چي د روژې په مبارکه میاشت کي دوی له سختي ګرانۍ، یعني د اجناسو له لوړو قیمتونو څخه کړېږي. هیله دا ده چي د دغسي لوړو نرخونو کنټرول بايد د ښاروالۍ محترم ریاستونه په ټولو ولایاتو کي وکړي. نو به یوه اندازه د نادارو خلکو سره مرسته سوې وي. نو په کار دا ده چي د دغي ستري او بزرګي میاشتي په لړ کي مو د خپلو یتیمانو او ناداره اشخاصو لاسنیوی هم کړی وي. نو زه د یو افغان په توګه پر ټولو سرمایداره اشخاصو دا ږغ کوم چي لومړی دي د نرخونو په راکښته کولو کي پوره هڅه وکړي او تر څنګ دي د خپلو سیمو بېوزله قشر له پامه نه غورځوي. زموږ هیله د ټولو سوداګرو او هټيوالو څخه دا ده، چي د خدای ج لپاره دي په دغه مبارکه میاشت کي خپل د توکو نرخونه نه لوړوي او په دې مبارکه میاشت کي دي خپل پر راوړل سوو مالونو باندي ډېره ګټه نه غورځوي. او په مرکز کي مو د ښاروالۍ محترم معینیت له مسؤلینو هیله دا ده چي په ټولو ولایاتو کي دي د نرخونو د کنټرول او ارزوني لپاره په عاجله توګه کمېسیونونه وټاکي او ژر تر ژره دي خپل د فعالیت او کنټرول راپورونه له مرکز سره شریک کړي، تر څو یوه اندازه زموږ د غریبو هیوادوالو لاسنیوی سوی وي. په نوره نړۍ کي د روژې په مبارکه میاشت کي د خوراکي توکو لپاره ځانګړي تخفیفونه رامنځ ته کېږی، تر څو یې هیوادوال بلخصوص بېوزلي کسان وکولای سي چي په خوراکي توکو یې توان ورسېږي. خو په ګران هیواد کي دا خبره سرچپه روانه ده، دلته د خلکو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه پورته کېږي.

احمد فيضان محصل

روژه چي د اسلام د مبارک دین درېیم روکن دی او په یو کال پر مسلمان باندي دېرش ورځي روژه فرض ده. په دغه میاشت کي الله ج پر خپلو بندګانو رحم کوي او د دوی ګناهونه ورته معاف کوي او هغو ډېر زیات اجرونه ورکوي. د اسلام مبارک دین تل د ټولنیز کفالت په ساتلو ټینګار کړی دی او پر هر مسلمان باندي یې زکات فرض کړی او شتمن مسلمان ته یې آمر کړی چي د غریب او بېوزله مسلمان لاسنیوی وکړي، لکه څرنګه چي د بېوزلو لاسنوی او د هغو سره مرسته یو فرضي عمل دی، نو هر شتمن مسلمان مکلف دی چي په ټولنه کي د غربت او فقر دله منځه وړولو لپاره د بېوزلو او غریبو لاسنوی وکړي. افغانان چي تېري څو لسیزي په جنګ کي راښکېل سوي، دغه ظالم جنګ د ډېری افغانانو کورنه او شتمنۍ تباه کړي دي او هم یې د دوی سرپناه ورڅخه اخیستې ده، زموږ زیات شمېر خويندي په تېرو جګړو کي کونډي او ډېر ماشومان مو یتيمان سوي دي، نو ځکه زموږ یوه غریبه ټولنه ده، چي غربت یې لوړي کچي ته رسېږي. د روژې په مبارک میاشت کي د هر بېوزله پوښتنه او حال اخیستل او د هغوی سره د خپل توان مطابق مرسته د هر افغان وګړي اسلامي او افغاني وجیبه ده. همدارنګه په روژه کي یو چا ته روژماتي برابرول، ډېر زیات ثواب لري، زیات احادیث په دې هکله وجود لري، چي هغه په دې ټینګار کوي چي مسلمانان دي د یو او بل لاسنيوی وکړي، لکه څرنګه چي هر روژه نیوونکی د ورځي به جریان کي د لوږي او تندي احساس کوي او هغه یې تر ماښامه دغه لوږه او تنده نه سي زغملای، خو زموږ په ټولنه کي داسي کورنۍ سته چي هغوی په شپو-شپو وږي وي او د خوراک لپاره څه نه لري او خپل ماشومان وږي بیدوي. نو راځئ ګرانو هیوادوالو چي د دغي مبارکي میاشت او دغي میاشت بغیر په نورو میاشتو کي هم د خپلو غریبو او بېچاره ولس سره مرستي وکړو، خپل زکات، سرسایه او نور صدقات د خپلو مستحقو وروڼو ته ورکړو، یو خوا به مو په ټولنه کي فقر له منځه وړی وي او هم به مو ټولنیز تکافل ساتلی وي او بل خوا به الله ج راڅخه خوشحاله او د دې کار په بدل کي به ډېر زیات آجرونه راکړي.

نيازمحمد (زيارمل) محصل

روژه چي د اسلام له پنځو بناوو څخه درېيمه بنا ده، پر هر مسلمان نارينه او مسلماني ښځي باندي فرض ده. د روژې نيول وروسته له بلوغ څخه په نارينه او ښځينه باندي فرض ګرځول کېږي، خو په کم عمر کي په خپلو مؤمنانو باندي هم روژه نيول د اسلام له نظره زيات ثواب او ګټي لري، يو دا چي يو خو به مو کوچنی ماشوم له روژې نيولو سره عادت سي او بل به يې د روژې په نيولو سره ثواب ترلاسه کړی وي. روژه چي د کال په څلورو فصلونو (موسمونو) کي يو ځل راځي، د برکتونو مياشت ده. د روژې نيول نه يوازي آخروي ګټي لري، بلکي دنيوي او جسمي ګټي يې هم بې شمېره دي. په هر حال دا چي د روژې نيول او د اسلام د پنځو بناوو باندي بشپړ عمل کول، د یو کامل (بشپړ) مؤمن نښه ده. نو د روژې په مبارکه مياشت کي د بېوزلو، غريبو، نادارو، یتيمانو، کونډو، مسکينانو او فقيرانو سره مرسته او په عمومي ډول د هغوی لاس نيول نه يوازي ښه کار، بلکي ايماني وجيبه ګنل کېږي. د روژې مبارکي په برکتناکه مياشت کي د نېکۍ يو کار کول زيات ثواب لري، بل د روژې مياشتي د فطر صدقه (سرسايه) چي په هر کورنۍ باندي واجب ده، هغه که په کور کي هر څو تنه وي، نارينه او ښځينه پکي شرط نه نيول کېږي، د هغوی پر هر فرد باندي حساب کېږي او د هغوی د فطر صدقه ورکول کېږي، اما ښه او بهتره خبره خو لا دا ده، چي د روژې په مياشت کي د ثواب په نيت او د ثواب د ترلاسه کولو په هدف، د خپل همسايه سره د روژه ماتي او د ماښام د پېشلمي لپاره هر څه چي مو په وس کي وي، کومک وکړئ، خپل وس او توان ورڅخه درېغ نه کړو، د فطر صدقه (سرسايه) چي د روژې په مياشت ورکول کېږي. دا بايد د کلي، ښار او ټولني له غريبو او نادارو خلکو ته ورسوو، د هغوی به د ماښام روژه ماتي سي او ستاسو به خپلي غاړي خلاصي کړي وي. دا چي افغانستان يو جګړه ځپلی هيواد دی، نو خلک يې نه يوازي غريب دي، بلکي بېوسه هم دي. د هيواد له ټولو ملي تاجرانو، سوداګرو او پانګه والو څخه مي غوښتنه دا ده، چي خپلي شته شتمنۍ د زکات برخه او د فطر صدقې د بېوزلو او غريبو خلکو څخه ونه سپموي. زما په نظر، د روژې په دې برکتناکه مياشت کي د نادارو خلکو لاسنيوی يوه د اهميت وړ موضوع ده، بلخصوص د بهرنيو هيوادونو څخه راغلي مهاجر چي دا مهال د سرپناه او سېدلو ځای هم نه لري. د دې بېچاره او غريبو خلکو سره د روژې په مبارکه مياشت کي کومک او د هغوی لاسنيوی کول د ټولو افغانانو اسلامي، ايماني او وجداني دنده ده.

عبدالوارث احمدزى مدني فعال

درنو لوستونکو! د روژې مبارکي میاشتي په رارسېدو سره ټولو مسلمانانو ته مبارکي وایم. روژه د رحمتونو او مغفرت میاشت ده، په روژه کي د بېوزلو لاسنیوی ډېر مهم دی، په روژه کي باید د خپلو سیمو د بېوزلو لاسنیوی وکړو، ځکه نسبتاً تر نورو هیوادونو او نورو سیمو زموږ په هیواد کي غربت ډېر دی. د نورو هیوادونو په څېر قوي اقتصاد لرونکي هیواد مو نه دی، تر هر بل هیواد دلته بېوزلي، ناروغۍ او ستونزي ډېري لیدل کېږي. د روژې په مبارکه میاشت کي ضرورتونه ډېر وي، ډېر داسي بېوسه او ناتوانه سته، چي د غربت له کبله سم پېشلمی هم نه سي کولای او یا هم د روژه ماتي لپاره خواړه نه لري. ډېر داسی خلک سته چي د خپلي ناروغۍ د علاج پیسې او یا هم د کور کرایه نه لري. تجاران او دوکانداران مو تر بل هر وخت په روژه کي د خوراکي توکو قیموتونه یو په دوه کړي، داسي ډېري کمپنۍ او یا هم ادارې سته چي په روژه کي خپل کاري ګرو ته د کار د نه شتون په خاطر ځواب ورکوي او د یوې میاشتي معاش چي هغوی ورته په طمع وي، بېخي ځني بې برخي سي. همداسي ډېري ستونزي سته، چي بېوزلي او غریبي کورنۍ ورسره لاس او ګرېوان وي. داسي ډېر شتمن خلک هم سته چي د روژې لپاره نورو خارجي هیوادونو ته ځي او یا هم د اختر د مېلې لپاره خارجي هیوادونو ته د سفر امادګي نیسي، چي هلته یې له تګ سره سم په لکونو-لکونو افغانۍ مصرفېږي، که چېري دا پیسې هر شتمن کس خپل په سیمه کي په بېوزلو ووېشي او یا هم د هغوي ضرورتونه رفع کړي، نو ډېر زهیر او دردناک زړونه به ورته لاس په دعاء سي. همدارنګه موږ په خپله سیمه کي دا مسؤلیت هم لرو، تر څو خپل په نږدو بېوزلو همسایه ګانو پوښتنه وکړو، که چېري مو په وسه لږ څه هم پوره وي، د هغوی ضرورتونه رفع کړو، که چېري ناروغه وي د علاج لپاره یې د لګښت پیسې ورکړو، که پوروړی وي د هغه د پور په ادا کولو کي له هغوی سره مرسته وکړو او یا هم که چېري زموږ په چا یو اندازه پیسې باندي وي که هغه بېوزلي وي او لاس یې تنګ وي باید په دا مبارکه میاشت کي يې تنګ نه کړو. که چېري تجاران او دوکاندارن د خوراي توکو او د ژوند د نورو ضروري اجناسو نرخونه کم کړي، شفاخانې، کلینیکونه او ډاکټران مو لږ څه وړیا خدمات وړاندي کړي او همدا راز که چېري هر فرد په خپله سیمه کي په هره برخه کي خپل تر وسه د بوزلو سره مرسته وکړي، باوري یم چي تر ډېري اندازې به د بېوزلو کورنیو ستونزي حل سوي وي او خدای پاک ج به هر فرد ته د هغه د هر بېوزلي د لاسنیوي او د خیر کار په مقابل کي ډېري نیکۍ ورکړي. خدای پاک ج دي دا مبارکه میاشت پر ټولو مسلمانانو په عبادتونو او آرامي سره تېره کړي.


خلک او ټاټوبی د خلکو ږغ

تبصره وکړئ

avatar