د اسلام لومړۍ بناء يا کلمه طيبه

د اسلام لومړۍ بناء يا کلمه طيبه

د اسلام لومړۍ بناء يا کلمه طيبه
(لا اله الا الله محمد رسول الله).
دې کلمې ته:
د توحيد، معرفت، عبديت او اخلاص کلمه هم ويل کېږي.
پر هر مؤمن لازمه ده چي دا کلمه په الفاظو، معنی، مفهوم او مقتضياتو سره زده کړي.

د کلمې معنی:
نه سته هيڅ معبود (د عبادت وړ) مګر يوازي حقيقي معبود (الله) د عبادت وړ دی، محمد (صلی الله علیه وسلم) د الله تعالی (رښتينی) رسول دی.

د دې لپاره چي د يو مؤمن ايمان او عقيده پر دې کلمې باندي بشپړه شي، نو لازمه ده چي د دې کلمې لاندي ټول شرطونه زده او عمل پرې وکړي.

لومړی:
د “لا اله الا الله” شرطونه:
۱ – د ايماني او عقيدوي مسائلو اړوند پوهه ترلاسه کول.
۲ – پر ايماني او عقيدوي مسائلو باندي ټينګ يقين او باور لرل.
۳ – د دين ټول احکامات له زړه څخه منل.
۴ – د الله او رسول صلی الله علیه وسلم امر ته پوره غاړه اېښودل.
۵ – په قول او عمل کي پوره اخلاص لرل.
٦ – رښتنولي او صداقت خپلول.
۷ – د الله، رسول او مؤمنانو سره مينه لرل.

دوهم:
د “محمد رسول الله” شرطونه.
۱ – د ټولو هغو خبرو تصديق کول کوم چي د الله رسول صلی الله عليه وسلم ويلي وي.
۲ – د الله د رسول صلی الله عليه وسلم پوره اطاعت کول.
۳ – له هغه څه څخه ځان ساتل کوم چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم ئې منع فرمائلې وي.
۴ – او د الله تعالی عبادت په هغه طريقه سره کول، کومه طريقه چي د الله رسول صلی الله عليه وسلم ښودلې وي.

لیکنه: غلام عمر عبدالله.




تبصره وکړئ

avatar
t