کیسه داسې وه چې …!!

کیسه داسې وه چې …!!

پاچا په یوه خطرناکه ناروغۍ اخته شو، طبیبان یې د ناروغۍ د درملنې په موخه را ټول شول. ټولو په دې پریکړه وکړه، چې د یاد پاچا درملنه د داسې انسان په ځيګر (ینه) شونې ده، چې دځینو خاصو نښو نښانو لرونکی وي.

پاچا د خپل ولس په منځ کې اعلان وکړ، چې د داسې هلک په موندنه کې ور سره مرسته وکړي. د لټون په پایله کې د داسې هلک په موندلو بریالي شوو، کوم چې طب پوهانو ترې غوښتی و.

پاچا یې مور او پلار ته څوک ولېږل، له یادې پېښې یې هغوی خبر کړل. زیات مال او دولت یې ورکړل، زوی یې ترې وپېره. دواړه ور سره د خپل زوی د وژلو او له هغه نه، د ځېکر (ینې) د ایستلو پر سر موافقي ته و رسېدل، تر څو د پاچا ژوند وژغورل شي.

پاچا، قاضي ته وویل: ایا د یاد هلک وژل روا دي، چې پاچا یې له ینې نه، د درملنې په توګه ګټه واخلي؟

بدبختانه قاضي فتوی ورکړه، چې د پاچا د نفس د ژغورنې په موخه د یو چا وژل او د هغه له غړي نه ګټه پورته کول؛ روا دي.

یاد معصوم هلک د وژنې لپاره حاضر کړل شو، معصومې سترګې یې د جلاد (وژونکي) پر لور کږې دي، پاچا پېښه له نږدې څاري؛ نظر یې پر یاد هلک را ټول دی . هلک سپېره مخ، له اوښکو ډکې سترګې د اسمان لور ته پورته کړې؛ په وچو پتري نیولو شونډو مسکی شو!

پاچا په بیړه ور وخوځېد، له هلک نه یې د تعجب تر څنګ وپوښتل: څنګه مسکی شوې، حال دا ده، چې ته سمدستي وژل کېږې؟

هلک په ځواب کې ورته وویل: پر پلار او مور لازمه وه، چې پر خپل زوی یې د مورنۍ او پلارنۍ عاطفې له مخې ترحم او زړه سوی کړی وای! قاضي اړ وو، چې عدل او انصاف یې کړی وای؛ ځکه د عدل تله هم د هغه په واک کې ده! پاچا باید د عفوې او بښنې لاس را اوږد کړی وای؛ خو له بده مرغه مور او پلار د لږ مال او دنیاوي متاع د تر لاسه کولو په موخه زما سپېڅلی بې جنایته روح تاته ډالۍ کړ. قاضي له تا څخه ووېرېد؛ خو ستر څښتن ته یې شا کړه، زما د وژلو جواز یې درکړ.

تا هم ای ښاغله! د ځان رغونه د یو بې ګناه او بې جنایته نفس په وژلو کې وليده. له دې ټولو مې د پناه تمه را ټوله شوه، یواځې له خپل رب نه، د خلاصون امید لرم! د هغه جل جلاله په قضاء خوښ یم، زه پوهېږم، چې هغه پر ما تر مور او پلار زیات مهربانه دی؛ ځکه هغوی د مادي ارزښت په موخه پرېښودم. د دنیا نفعه او فائده لږه ده، دا راز د ځمکې تر قاضي هم زیات رحم والا ده؛ ځکه د اسمانونو او ځمکې قاضي ته مې خپل شکایت وړاندې کړ.

ای پاچا سلامته! ستا واک او ځواک هم تلپاتی نه دی؛ بلکې د زوال په درشل کې دی: ځکه مې د اسمان لور ته هغه مالک – جل جلاله – ته سر پورته کړ، چې ژوند او قدرت یې پای او تمام نه لري او هر مظلوم ته خپل حق ورکوي.

پاچا د یاد هلک له وینا په زیاته کچه اغېزمن شو؛ ویې ژړل او ویې ویل: که زه مړ شم خیر دی؛ ځکه ناروغ یم، یو پاک نفس ولې ووژنم؟ هلک یې ځان ته ور نږدې کړ، ښکل یې کړ! هرڅه یې چې غوښتل ماشوم ته يې ورکړل.

ویل کېږي: د څو اونیو په تېرېدو پاچا ته الله پاک روغتیا ور وبښله، روغ رمټ شو.

عبرت: څوک چې یو څیز د الله پاک له امله پرېږدي؛ الله پاک یې بدله ورکوي.

کله چې اسباب خپله وړتیا له لاسه ورکړي؛ نو مسبب الاسباب ته د زاریو لاسونه لپه کړه.
هر تکلیف چې د الله پاک له لوري در ته رسي؛ پرې خوښ اوسه.

مور او پلار که څه هم زیات مهربانه دي؛ خو زمونږ رب داسې ذات دی، چې تر دوی ډېر زیات مهربان دی.
رغوونکی او جوړونکی الله پاک دی؛ دارو درمل یواځې یو لامل دی.

که پر یو چا ترحم وکړې؛ ارحم الراحمین ذات به پر تا رحم وکړي.

د یوه انسان وژنه د بل د رغونې لپاره روا نه ده، که څه هم پاچا وي.

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله دانشمند




تبصره وکړئ

avatar
t