عبرتناکه کیسه! حتماً يې ولولئ!

عبرتناکه کیسه! حتماً يې ولولئ!

وائي، چې حضرت داود (ع) د خپل کار په ځای کې یوه ورځ په کار مشغول وو چې ناڅاپه یوه ښځه راغله او له سلام وروسته یی له حضرت داود (ع) ځنی وپوښتل چی!

ایا ستا خدای (ج) عادل دی او که ظالم؟
حضرت داود (ع) ورته وویل چې زما خدای عادل دی او هیڅکله ظالم ندی.
لدې سره ښځې وویل:

زه یوه کونډه ښځه یم او کوچني یتیمان ماشومان په کور کې لرم، هره ورځ د غاړې دستمالونه په کور کې جوړوم او په بازار کې یې پلورم او په پیسو یې خپلو بچیانو ته نفقه برابروم.

خو نن چې کله د بازار په لور روانه وم په لاره کې ناڅاپه یو هوایي مارغه راغئ او زما دټکري ځنې چې پرسر مې ایښی و، د دسمالونو ټول پنډوکی یووړ او خالي لاس کورته راغلم.

ښځې لا خبره خلاصه کړي نه وه چې دروازه ټک ټک شوه، حضرت داود (ع) ورته د ننوتلو اجازه ورکړه، ګوري چې لس کسان تجاران راننوتل او هریو سل دیناره دحضرت داود (ع) په مخ کې کیښودل او ورته یی وویل چې داپیسې ضرورتمندو ته خیرات ورکړی، حضرت داود (ع) ترې پوښتنه وکړه چې خیریت دی، ټول لس کسان او هر یو سل دیناره خیرات ورکوی څه خبره ده؟

تجارانو وویل چې په سمندر کې یې په کشتۍ کې سفر درلود چې د کښتۍ یوه تخته ماته شوه او اوبه را پورته شوې، مونږ ټولو د الله تعالی حضور ته سوالونه وکړل چې که ددې طوفان ځنې ووځي نو هر یو به سل دیناره نزر ورکوي، تجارانو وویل چې د اسمان په طرف مو کتل چې یو مارغه راغئ او یو پنډوکئ یې په کښتۍ کې را وغورځاوه.

چې کله مو پنډوکئ خلاص کړو پکې دسمالونه وو او په هغو مو دکښتۍ تخته وتړله او له طوفان ځنې وژغورل شوو.

حضرت داود (ع) کونډې ښځې ته مخ واړو او ورته یې وویل چې زما الله ستا په دسمالونو ددوی ژوند وژغوره او د دریاب په منځ کې یې ستا د نفقې غم هم وخوړ.

څنګه دومره ستر رب (ج) ته ظالم ووایو؟

له خپلو خوږو ملګرو سره ئې هم شریکه کړئ!



اسلام قصه نبوي سيرت کيسه

تبصره وکړئ

avatar
t