لاندي نه ټکي مو د ماشومانو شخصیت وژني

لاندي نه ټکي مو د ماشومانو شخصیت وژني

استاد عبدالمناف فردين

۱ – ښکنځل: خر، سپی، حيوان او یا بل خراب نوم ورته اخیستل

۲- اهانت: بدبخت، دروغجن، بدمخی، پنډوس، کوږ، حرامي…

۳- له نورو سره پرتله: ماشوم ته داسي احساس ورکول، چي ته تر فلاني کم يې. دا خبري يې پر خپل ځان باور وژني.

۴- د ناکامه کولو الفاظ: ته نه پوهېږې!، چپ سه!، بې خيره!، خبري مه کوه!

۵- غلط تهديد: سپي ته دې وراچوم، سر دي در ماتوم، حلالوم دي، وژنم دې…

۶- بې ‌قناعته منع کول: همېشه د نه – نه کلمه ورته کارول او همېشه يې غوښتني ردول، بې له ‌دې چي په سبب يې پوه کړل سي.

۷ – ښېراوي کول: خدای دې واخله، ميرات سې، سرطان سې…

۸ – شرمول: د هغه د پټو اسرارو او خصوصياتو لوڅول.

۹- مشروطه مينه: هغه داسي چي خپله مينه تر يو محدود کار پوري مشروطه کړو لکه: ته پر ما نه يې ګران! ځکه تا فلانی کار نه ‌دی کړی، که دي فلانی شی وخوړی؛ نو راباندي ګران يې.. که کاميابه سوې بیا راباندي ګران يې.

#روان_شناسی




تبصره وکړئ

avatar
t