د ځينو ټولنيزو ستونزو او په دې وروستيو کې د ځينو پېښو په تناظر کې

د ځينو ټولنيزو ستونزو او په دې وروستيو کې د ځينو پېښو په تناظر کې

لیکنه: عبدالولي

هر سړی او ښځه بايد پر دې پوه شي چې د نجونو په زوره او د هغوى له رضا او خوښې پرته چا ته په نکاح ورکول جايز نه دي
د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ارشاد دی: ((لاَ تُنْكَحُ الأَيِّمُ حَتَّى تُسْتَأْمَرَ وَلاَ تُنْكَحُ الْبِكْرُ حَتَّى تُسْتَأْذَنَ)). ثيب، يعنې يو ځل واده شوې ښځه به په نکاح نه ورکول کېږي تر دې چې د هغې امر او مشوره حاصل کړل شي او پېغله به هم چا ته په نکاح نه ورکول کېږي تر دې چې له هغې نه اجازه واخيستل شي
په بل حديث کې راځي چې عايشې رضي الله عنها نبي صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ چې پېغله جينۍ خو (په دغه وخت کې هو له شرمه نشي ويلای) نو ويې فرمايل چې د هغې اجازه په دغه وخت کې خاموشه کېدل دي. (عَنْ عَائِشَةَ أَنَّهَا قَالَتْ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ الْبِكْرَ تَسْتَحِي. قَالَ: رِضَاهَا صَمْتُهَا )
په بل حديث کې راځي چې خنساء بنت خِذام انصاريه نومې يوه کونډه زنانه وه، د هغې پلار هغه چا ته په نکاح ورکړې وه، د دې خوښه نه وه، نو هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغله (خپله خبره يې وکړه) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې پلارتړلی نکاح رد کړه. عَنْ خَنْسَاءَ بِنْتِ خِذَامٍ الأَنْصَارِيَّةِ أَنَّ أَبَاهَا زَوَّجَهَا وَهْيَ ثَيِّبٌ، فَكَرِهَتْ ذَلِكَ فَأَتَتْ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَرَدَّ نِكَاحَهُ. (صحيح البخاري: «۵۱۳۶»۵۱۳۷»«۵۱۳۸»)
د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت کې راغلي دي چې يوه پيغله جینۍ نبي صلی الله علیه وسلم ته راغله او ويې ويل چې د هغې پلار چا ته په نکاح ورکړې ده او دا پر دغه نکاح خوښه نه ده، نو نبي صلی الله عليه وسلم هغې ته اختيار ورکړ. عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّ جَارِيَةً بِكْرًا أَتَتِ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرَتْ أَنَّ أَبَاهَا زَوَّجَهَا وَهِيَ كَارِهَةٌ فَخَيَّرَهَا النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. (سنن أبي داود: ۲۰۹۸ )
په دغو حديثونو كى واضح قانون ذكر دى چې كونډه، طلاقه شوې او پيغله جينۍ به د دوی له رضا او خوښې پرته چا ته په نكاح وركول کېږي اگر كه په نكاح وركوونكى يې پلار، ورور، نيکه، تره يا بل نږدې خپلوان ولې نه وي.
په حديثونو کې د نبي صلى الله عليه وسلم په زمانه كې دوه دغه شان د جبر او زور واقعات شوي دي او نبي صلى الله عليه وسلم يې د رد حكم جاري كړى دى او ښځو ته يې د نكاح او خوښې اختيار وركړى دی او حکم يې کړی دی د نکاح په اړه به له ښځو سره خامخا مشوره كېږي او د هغوی خوښه به معلومولى شي او كه د هغو خوښه نه وي نو دغه نكاح رد دى.
رسول الله صلى الله عليه وسلم دا هم فرمايلي دي: ((الأيم أحق بنفسها من وليها والبكر تستأذن في نفسها وإذنها صماتها)). (سنن أبي داود: ۲۱۰۰)
په دې حديث كى دا وضاحت راغلی دى چې په خصوصي توګه هغه ښځه چې يو ځل واده شوې وي او بيا كونډه شوې، يا طلاقه شوې وي؛ هغه له خپل ولي نه هم د ځان باره کې زياته حقداره ده. د قرآن له مبارکو ايتونو نه هم دا مسله ثابتېږي، ځکه چې په قرآن کې چې چيرته هم ښځو ته د فعلِ نکاح نسبت شوی دی هغه يا کونډې دي يا طلاقې شوې دي.
په دغو حدیثونو کې يوه د توجه وړ خبره دا ده چې ښځو او جينکو حتا د پلار د فیصلې په ضد د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د عدالت دروازه ټکولې ده او په دغه سلسله کې ټولنيزې ستونزې يې مانع نه دي ګرځېدلې، نو د نن سبا جينکو ته هم په دې کې راهنمايي موجوده ده چې که چيرې پلار او يا بل ولي ستاسو نکاح ستاسو له خوښې پرته کول غواړي، نو خپل غږ اوچتوئ او سالمه لاره غوره کوئ. دا نه د دين خلاف خبره ده او نه د حيا او شرم خلاف کار دی. دا هم ياد لرئ له بره ذكر شويو حديثونو نه دا هم ثابتيږي چى د په نكاح وركولو عمل به د ښځو ولي او سرپرست کوي کله په ترتيب سره پلار، ورور او تره وغيره.
نو کله چې ولي وي، بيا نو ښځو ته خپلسري نه ده جايز، د ابوداود په حديث كى دا هم راځي چې نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: قال: ((لا نكاح إلا بولي)) له ولي نه بغير نكاح نه كيږي.
که د کومې ښځې ولي نه وي، نو بيا سلطان او حاكم ( قاضي) د هغه ښځې ولي دى، فالسلطان ولي من لا ولي له)).
همدارنګه که ولي زياتی کوي او د خپلو دنياوي يا معنوي مفادو لپاره د خپلې لور او خور نکاح له هغه چا سره کول غواړي چې هغه پرې راضي نه ده، نو دغه وخت کې هم ښځې ته حق حاصل دی چې عدالت او محکمې ته عريضه وکړي او محکمه بايد د هغې قضيه په ښه ډول حل کړي.
خلاصه دا ده چې هغه نکاح چې د جینۍ، هلک او ولي ټولو خوښو ته په کې ځای ورکړ شوی وي هغه به د لوی خیر باعث وي.




تبصره وکړئ

avatar
t