د زکات په اړه د عمر بن عبدالعزيز کيسه

د زکات په اړه د عمر بن عبدالعزيز کيسه

وایي چې …. !!

اميرالمٶمنين حضرت عمر بن عبدالعزيز (رحمة الله عليه) ته د زکات مال راغی ، ده ، خپلو مالي مسؤلینو ته وويل :

دا مالونه په فقيرانو وویشۍ او هغوۍ ته یې نفقه کړئ !

مالي مسؤلینو ورته وويل : په اسلامي امت کې هېڅ فقير پاتې ندى چې صدقه ورکړو .
ده ورته وويل : پوځونه پرې تجهيز کړئ!

دوى ورته وويل : د اسلام پوځونه د نړۍ تر ټولو مجهز پوځ دي.

ده ورته وويل : ځوانانو ته ودونه پرې وکړئ!

دوى ورته وويل : چا چې د واده اراده درلوده هغوى په واده شول؛ خو لا هم مال پاتې دى.

ده ورته وويل : د پوروړو، پورونه پرې خلاص کړئ!

دوى همداسې وکړل؛ خو مال لا پاتې وه ،

ده ورته وويل : غريب يهود او نصارا ولټوئ او د هغوى پورونه هم ورته خلاص کړئ!

دوى دا هم وکړل؛ خو مال لا هم پاتې وه ،

ده ورته وويل : د علم خاوندانو ته يې ورکړئ!

دوى دا هم وکړل؛ خو مال بيا هم پاتې وه ،
ده بيا ورته وويل : غنم پرې واخلئ او د غرونو په څوکو يې وشيندئ تر څو د اسلامي ځمکو مرغان وږي پاتې نشي!




تبصره وکړئ

avatar
t