سعد څوک و؟

سعد څوک و؟

سعد ته عرش عظيم په لړزه شو

سعد بن معاذ رضی الله عنه په ۳۰ کلنۍ کي مسلمان شو

۱: په ۳۶ کلنۍ کي وفات شو.

۲: يوازي ۶ کاله يې په اسلام کي ژوند وکړ.

۳ : د هغه په مرګ د الله تعالی عرش وښورېدی.

۴: جنازه يې ۷۰ زره پرشتو بدرګه کړه.

۵: له قبر څخه يې د مشکو بوی راپورته شو.

کله چي وفات شو جبرايل عليه السلام راغلی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وويل:

دا نېک بنده څوک وفات شوی دی؟ د اسمان دروازې ورته پرانستل شوې، عرش ولړزېدی!
نو رسول الله صلی الله عليه وسلم راووت، کله چي خبر شو چي هغه سَعد دی نو ويې فرمايل: درځئ ورشو

حضرت جابر کيسه کا:

رسول الله مبارک او موږ په دومره بېړه ورغلو چي څپلۍ مو وشکېدلې، څادرونه رانه ولوېدل او ويې فرمايل:

زه وېرېږم چي فرښتې تر موږ وړاندي هغه ته غسل ورنکړي لکه حنظله ته.

هغه و چي کور ته يې ورسېدو، سعد وفات شوی و، ملګرو يې غسل ورکاوه او مور يې ورته ژړله.

رسول الله وفرمايل: «كل باكية تكذب إلا أم سعد».

هره ژړېدونکې دروغ وايي پرته د سعد له مور څخه.

بيا يې قبر ته ورپورته کړ او هلته يې کېښود، دغه مهال رسول تکبير ووايه او مسلمانانو هم تکبير ووايه تر دې چي د تکبير له ږغه د بقيع مَقبره و ښورېده، او رسول الله وفرمايل:

پر ملګري مو قبر راتنګ شو او يو ځل يې ونيو، که چا هم د قبر له تنګۍ نجات موندلای نو سعد به موندلی وای.

بيا الله تعالی خلاصون ورکړ.

کله چي د سعد له جنازې راوګرځېدو د رسول الله اوښکي راتوی شوې تر دې چي ږيره مبارکه يې لمده شوه او داسي يې هم وفرمايل:

دغه نېک بنده چي عرش ورته وښورېدی، د اسمان دروازې ورته پرانستل شوې، ۷۰ زره پرشتې ورته حاضري شوې، چي مخکي له دې ځمکي ته نه وې راکښته شوي، خو بيا هم ځمکي ونيو او بيا الله تعالی نجات ورکړ.

یا الله ج موږ ته نیکی کولو توفیق او له بدو کارونو څخه نجات راکړی.

اللهم ارزقنا ايمانا كايمانه واخلاصا كاخلاصه.

حافظ عبدالولي رازقي




تبصره وکړئ

avatar
t