مور و پلار

مور و پلار

لیکنه: عبدالولي

که د کوم خوشقسمته مور ژوندۍ وي، يا موروپلار دواړه يې ژوندي وي، نو شکر دې وباسي او په لاندې ايتونو او حديثونو دې عمل وکړي:
الله تعالی فرمايي: ( وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا * وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا ) الإسراء/۲۳-۲۴
او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغه او له مور او پلار سره ښه احسان كوئ او كه چېرې په دوى كې یو یا دواړه له تا سره د زوړوالي (بوډاوالي) عمر ته ورسېږي، نو ته دې دواړو ته اُف (هم) مه وایه او مه دوى رټه او ته دوى ته ډېره تعظیمي خبره وایه. او ته د دوى لپاره له مهربانۍ نه د تواضع وزر ښكته كړه او وایه: اى زما ربه! ته پر دوى دواړو مهرباني وكړه، لكه څنګه چې دوى دواړو زما پالنه كړې ده، په دې حال كې چې زه وړوكى وم.

يو سړي له رسول اللهﷺ نه پوښتنه وکړه: زما د نېکۍ کولو تر ټولو ډېر حقدار څوک دى؟ رسول اللهﷺ وفرمايل: ستا مور.
صحابي بيا عرض وکړ : تر مور وروسته بيا څوک ډېر حقدار دى؟ ويې فرمايل: ستا مور. صحابي بيا پوښتنه وکړه چې بيا د چا درجه ده؟ بيا يې هم ورته وفرمايل: مور ډېره حقداره ده. صحابي بيا زړه وکړ او پوښتنه يې وکړه چې اى د الله رسوله! په مور پسې څوک دى؟ و يې وفرمايل چې ستا پلار. (صحيح البخاري: ۵۹۷۱، د ابوهريره رضي الله په روايت)
په بل حدیث کې راځي چې نبي کريمﷺ ته يو صحابي راغى او جهاد ته د تلو اجازه يې وغوښته، رسول اللهﷺ ترې پوښتنه وکړه: موروپلار دې ژوندي دي؟ هغه وويل: هو، رسول اللهﷺ ورته وفرمايل: په دغو دواړو کې جهاد کوه، يعنې د هغوى خدمت کوه، دغه ستا لپاره جهاد دى. (صحيح البخاري:۲۸۴۲ ، د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما په روايت)

او که مورو پلار مو وفات وي، نو بیا دې د دغو حديثونو پر مقتضا عمل وکړي:
رسول اللهﷺ فرمايي: کله چې انسان مړ شي، نو د هغه د عمل سلسله هم ختمه شي، خو د درې شيانو ثواب ورته بيا هم رسي:(۱) جاري صدقه (۲) هغه علم چې فايده ترې اخيستلي شي (۳) او نېک اولاد چې د ده لپاره دعا کوي. (صحيح مسلم:۱۶۳۱، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
په جنت کې به د يو انسان درجه اوچته شي، نو وبه وايي: دا څنګه؟ هغه ته به وويل شي: ستا اولاد تا لپاره له الله نه بښنه او استغفار غوښتی دی.
إنَّ الرجل لتُرفع درجتُه في الجنَّة فيقول : أنَّى هذا فيقال : باستغفار ولدك لك ” . رواه ابن ماجه ( ۳۶۶۰ )
ابن عمر رضي الله عنهما وايي چې ما له رسول اللهﷺ نه اورېدلي دي چې فرمايل يې: په غوره نېكيو كې يوه غوره نېكي دا هم ده چې سړي د پلار له وفات وروسته د هغه له ملګرو سره صله رحمي کوي، يعنې ښېګړه ورسره کوي. (صحیح مسلم: ۲۵۵۲)




تبصره وکړئ

avatar
t