زه ډول حجاب خوښووم؟

زه ډول حجاب خوښووم؟

ګل محمد غورځنګ

کابل کې یوه ډله ښځو دحجاب کولو لپاره کمپاین پیل کړی،چې نورې ښځې حجاب ته وهڅوي.
زه څه ډول حجاب خوښوم؟

په فېسبوک کي د مېرمنو د حجاب موضوع ډېره پرله اوړي. ځيني ځوانان او اکثره غرب ميشتي مېرمني پر افغاني دوديز حجاب ځکه نيوکي کوي، چي مېرمني له سره تر نوکه پکښي مستوري وي.

دغسي حجاب ځينو د ښځو لپاره سپکاوی او ځينو قفص بللی دی.

زه له هغوی سره له اسلامي او ټولنيز لحاظه نه ږغېږمه، زه د يو نارینه په توګه دوی ته څه وایم.
زه کوم حجاب خوښوم؟

هغه حجاب، چي د ارامۍ احساس پکښي وکړئ او د خلګو نظر له ځانه واړوئ!

زموږ دوديز حجاب (برقه) ښځې تل له ځناورو سترګو ژغوري.

هر کله چي ښځې سترګي له حجابه را ايستلي دي، د خلګو خبري ورپسې سوي دي.

زما دوديز حجاب هم اسلامي او هم کلتوري دی. په دغسي يو ټول منلي حجاب ښځې د ټولني تر نظر باعفته او سنګينې اېسي؛ نو باید له داسي يو ټول منلي کلتوري ارزښته سرغړونه ونه سي.

«ځيني خاصي ښځي د ټولو افغان مېرمنو استازيتوب نه سي کولای. ځني مېرمني په رسمياتو او کارځايونو کي مخ لوڅوي، خو په خپله کوڅه کي په برقه کي تيريږي، ځکه دوی پوهيږي کوم مصؤنيت چي د دوی په دفتر کي سته هغه د ښار په کوڅو کي په هيڅ صورت نسته. پر حقايقو سترګي نه پټيږي.»




تبصره وکړئ

avatar
t