غيبت ولي تر زِنا بد عمل دی؟

غيبت ولي تر زِنا بد عمل دی؟

ظاهري خوغيبت د ژبي په تذکرسره کيږي ليکِن په اصل کي غيبت کونکى د زړه له تله د خپل غائب ورور عيبونه ښکاره کوي. سره ددې چه لوى خداى ج موږ ته دا راښودلى ده چه تاسو مٶمنا سره وروڼه ياست يو د بل خير خواهي وه غواړئ.

اِنّٙمٙاالمٶمِنِينٙ اِخوٙة فٙاٙصْلِحوبٙينٙ اٙخوٙيْکمْ ـ الآيه ـ

نو دا معلومه سوه چه غيبت کونکى د خپل ورور خير نه غواړي پر ځائ د دى چه د اسلام اصلي زِمه واري وفاداري خيرخواهي وه کړي بلکي لاهم د کرکي او بدبختئ خواه ته مخه کړى.

الله جل جلاله فرمايي:

((وٙلٙايٙغتٙبْ بٙعضکمْ بٙعضًا اٙيحِب اٙحدکمْ اٙنْ يٙئْکلٙ لٙحمٙ اٙخِيهِ مٙيتًا فٙکٙرِهْتموْه.))

ژباړه ـ غيبت دي نه کوي بعضى ستاسى دبعضو ايا خوښوي له تاسو نه يو چه د خپل مړه ورور غوښي وه خوري سره لدى چه دا تاسو ډيره بده کڼئ.

نبى عليه السلام فرمايي:

((اٙلغِيبٙت اٙشٙد مِنٙ الزِنٙا.))

ژباړه: غيبت تر زنا هم بد عمل دى.

غيبت ولي تر زنا بد عمل دى؟ ــ چه پنځه ظاهري وجوهات يى موږ ذکر کوو:

۱ ـ ځکه چه غيبت کونکى تر هغه چا ځان لوى بولي چه دى غيبت پکي کوي نو دلته ده لويى وه کړه او لويي کبر شرک او کفر دى.

الله (ج) فرمايي:

((وٙلٙه الکِبرِيآء فِى السّٙمِواتِ واللاٙرضْ.))

ژباړه: د اسمانو او ځمکى لويي يواځي الله ج لره ده.

۲ ـ ځکه چه غيبت کونکى غيبت په ښکاره کوي سره ددې چه غيبت کبيره ګناه ده او زِناکاره خپله ګناه په پټه کوي.

نبي عليه السلام فرمايي:

زما ټول أمت د بخښلو وړدى. اِلا الْمجٙاهِرِين ـ بغيرله هغه چا چه هغه ګناهونه او بدعمل په ښکاره کوي.

۳ ـ ځکه چه کيداى سي زِناکاره وه الله ج ته توبه کښلى وي، د هغه توبه قبوله سوى وي او غيبت کونکى خو اوس فى الحال په ګناه
اخته دى چه توبه هم نه باسي.

استغفرالله!

۴ ـ ځکه چه ده غيبت کونکي توبه ترهغه نه قبليږي چه ترڅو دٙله هغه چاڅخه معافي نه وي اخستى کوم چه دى يى غيبت کوي اوزِنا کار چه هروخت وه غواړي توبه يې قبليږي.

۵ ـ ځکه غيبت کونکى بى غيرته دى ولي د خپل هغه غائب ورورعزت ته يى لاس اچولى چه هغه هيڅ وس نه لري چه دځان دِفاع وه کړي، که چيرى هغه حاضِروي غيبت کونکى به هيڅ کله داسى وه نه کړي، په اصل کى غيبت کونکى ده مسلمانانوعزت غلاکونکى او پلورونکى دى.

يا الله ته موږته له غيبت کولو آمان راکړې!

آمين ثم آمين



اسلام غيبت ګناه

تبصره وکړئ

avatar
t