لسګونه ډوله حيوانات د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي

لسګونه ډوله حيوانات د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي

د افغانستان چاپيريال ساتنې ادارې ويلي دي، اوس مهال ۱۴۹ ډوله حيوانات د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

د یادې ادارې معين عزت الله صديقي ويلي، اوس مهال افغانستان کې ۹۰۰ ډوله حيوانات ژوند کوي چې ۱۴۹ يې د ورکېدو له خطر سره مخ دي.

هغه ويلي دي، د خلکو لخوا ښکار، اقليمي بدلون او د حيواناتو ساتنې ته نه پاملرنه د يو شمېر حيواناتو د ورکېدو لاملونه دي.

هغه د حيواناتو په برخه کې د قانون نشتون هم د دې لامل بولي چې دغې برخې ته توجوه لږه شوې ده.



چاپېريال

تبصره وکړئ

avatar
t