د دهلې بند پراختيا او د کندهار ټکنۍ برېښنا!

د دهلې بند پراختيا او د کندهار ټکنۍ برېښنا!

د دهلې بند له کندهار ښار څخه ٤٠ کيلومتره لېري په شاوليکوټ ولسوالۍ کي شاوخوا ۷۰ کاله مخکي د امريکا متحده ايالتونو په مالي لګښت جوړ سوی دی.

په ياد بند کي د تېر کال د وچکالۍ له امله د اوبو سطحه ټيټه سوې وه، خو وروستيو اورښتونو د ياد بند د اوبو کچه ډېره لوړه کړې ده.

ځايي چارواکي وايي، ډېر ژر به د ياد بند د جوړېدو چاري پيل سي.

د کندهار سينديزي حوزې رئيس وايي، چي له اوږده انتظار او ډېر کار وروسته د دهلې بند د پراختيا، سروې، ډیزاین او استملاک اړوند چاري بشپړي سوي او ډېر ژر به یې عملي کار هم پيل سي. دغه راز پارچاوي دېوالونه به يې ۱۳،۶ متره لوړ سي، چي په دې سره به ياد بند کي د ډېرو اوبو د ذخيره کولو وړتيا پيدا سي.

انجينر توريالي محبوبي د ټاټوبي اوونيزي سره د يوې ځانګړي مرکي پرمهال وويل: « د دهلې بند د ۱۳۳۱ هجري شمسي کال په ثور مياشت کي د اعليحضرت محمد ظاهرشاه په دور کي بشپړ سوی دی. هغه مهال دغه بند د ۴۷۵ ملي متره مکعبه اوبو لپاره ډيزاين سو، خو د وخت په تېرېدو د دهلې بند چي شاوخوا ۶۷ کلونه يې تېريږي، اوسمهال د اوبو د زياتو رسوباتو له امله يې خپل ۴۳ سلنه ظرفيت له لاسه ورکړی دی.»

انجينر توريالي محبوبي زياته کړه: «کله چي دغه ډول يو بند د اوبو د زياتو رسوباتو له امله زيانمنيږي، نو ددغه بند د بيرته راپورته کيدو لپاره بايد ددغه بند شاته بل عوضي بند جوړ سي. خوشبختانه موږ ددغه بند شاته ساحه درلوده، په دغه ساحه کي د نوي بند رغول ډېر سخت کار دی، ممکنه ده چي بند پر جوړ سي، خو په ډېر لوړ قيمت جوړيږي.»

د محبوبي په وينا، د دهلې بند شا ته موږ د بند لپاره د حسنزو په نامه ساحه لرو، دلته هم بهترين د اوبو بند جوړېدای سي، خو دا ساحه ډېره لېري او غرنۍ ده، هلته د ساختماني موادو انتقال او د بند ترميمول په ډېر لوړ قيمت تماميږي. نو ددې لپاره موږ دا لازمه وګڼله، چي خپله د دهلې بند ته ارتقا ورکړو.

د محبوبي په خبره، تر تخنيکي مواردو، سروې ګانو او ابتدايي معلوماتو وروسته د آسيايي پرمختيايي بانک سره په ګډه همکاري د بند متخصصين دې پايلي ته ورسېدل، چي د دهلې بند بايد لږ تر لږه ۱۲ متره لوړ کړو. په دې کي بايد د بند دېوال ۱۲ متره لوړ کړو او د بند پارچاوې بايد ۱۳.۶ متره لوړي سي، ترڅو په دې سره ياد بند کي د ډېرو اوبو ذخيره کولو ظرفيت پيدا سي.

د کندهار سينديزي حوزې رئيس وايي، کله چي موږ د دهلې بند ارتفا ۱۲ متره لوړه کړو، نو ددغه بند د اوبو ذخيروي ظرفيت به تر ۹۵۰ ميليونه مترو مکعبه اضافه سي، چي دا د ياد بند د اوسنۍ ذخيرې چي ۲۹۰ ميليونه متره مکعبه اوبه پکښي ولاړي دي، درې برابره کيږي.

انجنير توريالی محبوبي تائيدوي، چي اوسمهال د ياد بند د اوبو د پارچاوي ضايعاتو کچه تر ډېره راکمه سوې ده او ددغه بند له اوبو څخه شاوليکوټ، آرغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان ولسوالۍ او کندهار ښار استفاده کوي.

محبوبي: ډېر ژر به د دهلې بند د جوړېدو چاري پيل سي

محبوبي: ډېر ژر به د دهلې بند د جوړېدو چاري پيل سي

د محبوبي په وينا، د کندهار سينديزي حوزې رياست په پام کي لري، چي د راتلونکي غبرګولي/جوزا له ۱۵مي نېټې په کندهار ښار او ولسواليو کي د اوبو تنظيم او مديريت پيل کړي، ترڅو دغه مهم ولايت راتلونکي کي د اوبو د کمښت سره مخ نه سي.

دی وايي، دا چي د دهلې بند پروژه د هيواد او جنوبي زون په کچه يوه ملي پروژه ده، رغنيزي چاري يې د نړيوال بانک او آسيايي پرمختايي بانک له لوري تمويليږي او هيله لرو، چي تر راتلونکو ۳ کلونو پوري يې رغنيزي چاري بشپړي سي.

محبوبي له کندهار ښاريانو وغوښتل، چي د اوبو په سپما کي زياته هڅه وکړي او له مېله والو يې غوښتنه وکړه، چي د مېلې پرمهال د دهلې بند په پارچاونو کي ونه لمبيږي او خپل خوږ ژوند په خطر کي وانه چوي.

نوموړی زياتوي، چي د دهلې بند پراختيا کندهار ته ۲۴ مېګاواټه برېښنا توليدولای سي، چي پکي ۳ توربينونه نصبيږي او هر توربين يې د ۸ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري.

د دهلې بند په ۲۰۱۱م کال کي هم د کاناډا لخوا د ۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت ترميم سوی و.

په داسي حال کي، چي د هيواد يو مهم ښار کندهار دوامداره برېښنا نه لري، په تيرو څو کلونو کي ددغه مهم او سوداګريز ښار د دوامداري برېښنا لپاره ډېري هلي ځلي وسوې، چي آن تر دې مهاله يې هم کومه مثبته نتيجه ورنه کړه.

ولسي وګړي وايي، چي اوس د کندهار په برېښنا هيڅ اعتبار نه سي کولای، نو ځکه خو خپلي ورځنۍ اړتياوي له لمريزي برېښنا پوره کوي.

کارپوهان د کندهار د برېښنا نه دوامداره کيدل ددغه ښار د برېښنا لپاره د اساسي برېښنايي منابعو نشتون ګڼي، ځکه خو د کندهار برېښنا زيات مهال ټکنۍ وي.

تمه وه، چي تېره اوونۍ دوشنبه ولسمشر اشرف غني کندهار ته راسي او ددغه ښار د لمريزي برېښنا پروژه پرانيزي، خو د نامعلومو دلايلو په اساس کندهار ته د ولسمشر دغه سفر وخنډېد او ورسره د يادي پروژې پرانيستنه هم وځنډېده.



افغانستان برېښنا دهله بند راپورونه او مرکې قندهار کندهار

تبصره وکړئ

avatar
t