فرضه روژه، د آوربند آوازه او په هيواد کي روانه توده جګړه!

فرضه روژه، د آوربند آوازه او په هيواد کي روانه توده جګړه!

د افغان سولي خبري چي تېره اوونۍ سه شنبه، د روژې له يو ورځني ځنډ وروسته بيا پيل سوې، پکي طالبانو بين الافغاني مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی دی.

د ناټو ملکي استازي ويلي دي، طالبانو بين الافغاني خبرو اترو ته تيار دي او تمه ده، چي له ولسمشرۍ ټاکنو مخکي دا خبري وسي.

د ناټو ملکي استازي مزارشريف کي رسنيو ته ويلي دي، سوله د هر افغان غوښتنه ده او ښکېلي خواوي مذاکراتو ته چمتو دي.

نوموړي ويلي دي، اټکل دی، چي د روژې په مياشت کي بين الافغاني مذاکرات وسي.

هغه رسنيو ته ويلي دي: «له ټاکنو مخکي بین‌الافغاني خبرو ته تمه لرو، چي ژر پیل سي، حتا د روژې په میاشت کي او یا یقیناً له هغه وروسته، خو اوس هېڅ فرصت نه ‌سته، چي دا خبري وځنډول سي.»

د ناټو ملکي استازي زياته کړې، قطر کي د سولي خبري اتري رواني دي، چي پکي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو او بين الافغاني مذاکراتو باندي خبري کيږي.

خلک: ښکېلي غاړي دي د روژې مبارکي مياشتي په خاطر اوربند وکړي.

هغه ويلي، په افغانستان کي د سولي اړوند يوه سيمه ييزه اجماع رامنځته سوې او ګاونډيان هم د سولي د خبرو ملاتړ کوي.

هغه وویل: «ټوله سیمه، ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه په افغانستان کي د سولي لپاره متحد سوي دي. زه باور لرم، چي اوس د افغان سولي په باب د سيمي او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ ډېر توافقات سته.»

نوموړي د ولسمشر اشرف غني ستاينه وکړه، چي د سولي لپاره هڅي کوي او د سولي مشورتي لويه جرګه يې جوړه کړه.

بل پلو ويل سوي، چي پاکستان غواړي ولسمشر اشرف غني او ملابرادر مخامخ کړي او يو بل سره پر افغان سوله خبري وکړي.

د ولسمشر اشرف غني او ملا برادر د ليدني خبر په نا رسمي توګه خپور سوی، چي ژر به ليدنه وکړي.

يو شمېر سياستوال وايي، د بين الافغاني مذاکراتو ژر پيل د سولي خبرو مثبتي پايلي په ګوته کوي.

محمد ادیب غیاثي رسنيو ته ويلي: «د سولي د بین‌الافغاني خبرو د هر څومره ژر پیل په اړه، د دا ډول څرګندونو بیان کولای سي، چي د شخړې دواړه لوري د مؤثرو مذاکراتو ترسره کولو ته تشویق کړي.»

سره ددې چي د بين الافغاني مذاکراتو د پيل خبر ورکول کيږي، خو لاهم په افغانستان کي په فرضه روژه کي توده جګړه روانه ده، چي ډېری قربانيان يې ولسي وګړي دي.

خلک له ښکېلو غاړو غواړي، چي ژر تر ژره دي د روژې مبارکي مياشتي په خاطر اوربند وکړي.


آوربند افغانستان جګړه راپورونه او مرکې روژه سوله

تبصره وکړئ

avatar
t