د يارلس نصيحتونه

د يارلس نصيحتونه

۱ – د قرض څخه ځان ساته، ځکه قرض د ورځي ذلت دی او د شپي غم دی .

۲ – سوال مه کوه، ځکه سوال د حیاء اوبه د مخ څخه ختموي.

۳ -په شر باندي شر مه دفع کوئ، بلکي په خیر باندي شر دفع کیږي.

۴ – توبه مه وروسته کوه، ځکه مرګ ناڅاپه راځي.

۵ – د حسد نه ځان ساته، ځکه حسد دین بربادوي، نفس کمزوری کوي، او خپګان راولي.

۶ – د غوصي اولنی حالت لیونتوب وي او اخري حالت یی پښمانتیا وی.

۷ – دهر حکمت سر نرمي کول دی.

۸ – د بد ملګري نه ځان وساته، د بد ملګري مثال د توري دی شکل یي ښائسته وي او اثر یي بد وي.
۹ – د الله تعالی سره شرک مه نیسه، ځکه شرک ډیر لوی ظلم دی.

۱۰ – خپل طعام په نیکانو خلکو وخوره، او په ټولو کارونو کی دعلماءو سره مشوره کوه.

۱۱ – چپ کیناستل د بي فائدي خبرو نه غوره وي.

۱۲ – که یو سړی درسره د غوصي په حالت کي انصاف وکړه، نو بیا ورسره دوستي وکړه.

۱۳ – چا چي راز وساته نو اختیار به یي په خپل لاس کي وي.




تبصره وکړئ

avatar
t