ننګرهار: ۱۹۵ ګلخانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

ننګرهار: ۱۹۵ ګلخانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د کرنې وزارت وياند وايي، د دغه وزارت له لوري ننګرهار ۱۹۵ ګلخانې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

اکبر رستمي رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، يادې ګلخانې د ننګرهار په يو شمېر ولسواليو کې د کليوالي پراختيايي پروژې له لارې جوړې شوي دي.

هغه وايي، د يادو ګلخانو او سړو خونو له درکه تر اوسه ۲۰۰ کيلوګرامه بادرنګ حاصل هم ترلاسه شوي.

نوموړی وايي چې ۹۵ بابه ګلخانو کې رومي بانجان او بادرنګ کرل شوي چې دم‌ګرۍ حاصل ته چمتو دي.



تبصره وکړئ

avatar
t