په هر حال شکر وباسئ!

په هر حال شکر وباسئ!

یو شتمن سړي د خپل کور له کړکۍ څخه دباندې کتل چې، په یوه فقیر یې سترګې ولګېدې چې، د نوموړي د کور مخکې په ډیران کې خواړه لټوي.

شتمن له ځان سره وویل: “شکر خدایه! چې فقیر او بې وزله نه یم.”

په ډیران کې لالهانده فقیر په یوه لیوني سترګې ولګېدې چې، د سړک پر غاړه روان دی، له ځان سره اپلتې وایي.

فقیر له ځان سره وویل: “شکر خدایه! چې لېونی نه یم، فقر او غریبي خو کوم عیب نه دی.”

د لېوني امبولانس ته ورپام شو چې، بېړنی ناروغ روغتون ته لېږدوي، له ځان سره یې وویل: “شکر خدایه! چې ناروغ نه یم، که هر څه یم، په خپلو پښو خو روان یم”

د ناروغ په روغتون کې په داسې جسد سترګې ولګېدې چې، ساه یې ختلې وه او کورنۍ یې د تکفین په موخه د وروستي ځل لپاره کور ته لېږدوه، له ځان سره یې وویل: “خدایه! شکر چې ژوندی یم، ناروغي به هم تېره شي.”

یوازې مړی وو چې، د شکر اداء کولو فرصت یې نه درلود!

ګرانو ورونو او خویندو!

د دې لپاره چې د ژوند په قدر پوه شئ، کله ناکله روغتون، زندان او هدیرې ته سر ورښکاره کړئ، تر څو په خپل حال شکر وباسۍ. په هر حالت کې د الله تعالی شکر اداء کول پکار دي، له ژوند څخه بل ستر نعمت نشته چې الله تعالی مونږ ته راکړی دی.
راځئ! چې په قدر یې ځان پوه کړو، ګټه ترې واخلو او د الله تعالی عبادت وکړو.

دا معلومات یوازې خپل ځان سره مه پرېږدئ، خپلو نورو ملګرو سره یې هم شریک کړئ. هر مسلمان چې پرې عمل کوي؛ نو مونږ او تاسې ته به یې هم ثواب رسېږي.

سمیه سعید




تبصره وکړئ

avatar
t