زموږ په اړه

ټاټوبی اوونيزه، چې يوه ملي، خپلواکه، سياسي، کلتوري او ټولنيزه چاپي خپرونه ده، د ۲۰۰۷م کال په اوايلو کې یې خپل چاپي مطبوعاتي فعاليت پيل کړی دی.

ياده اوونيزه په پيل کې په ۴ ورقو او ۸ مخونو کې په مسلسل ډول هره اوونۍ يکشنبه له چاپه راوته، چې وروسته په ۲۰۰۸م کال کې يې د ورقو شمېر ۶ او د مخونو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

د ۲۰۱۴م کال په پيل کې يې بيرته د ورقو او مخونو شمېر د پخوا حالت ته ستون سو، يعني ۴ ورقي او ۸ مخونه، چې وروسته بيرته د ۲۰۱۸م کال په اوايلو کې يې بياځلي د ورقو شمېر ۶ او د مخونو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

اوسمهال دغه اوونيزه په ۱۲ مخونو کې هره اوونۍ شنبه په لوړ کيفيت او ښکلي صحافت له چاپه راوځي او يکشنبه د هيواد په پلازمېنه کابل، کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولايتونو کې توزېع کيږي او دغه راز يې د انټرنيټ له لارې هره ګڼه په PDF بڼه پر ټاټوبي نيوز ويب پاڼه هم لوستلای او کتلای شئ.

د لوستونکو او مينه والو په غوښتنه او مينه او د ټاټوبي اوونيزي ادارې د مشرتابه عبدالحليم حلميار په ځانګړې لارښوونه او پاملرنه او دغه راز د ټاټوبي اوونيزي د زيارکښ کاري ټيم په هڅو نن ټاټوبی اوونيزه ۱۱ کلنه سوه.

ټاټوبي اوونيزي پخپله تېره ۱۰ کلنه دوره کې هم خپل چاپي نشرات د هيواد د مطبوعاتي قانون په رڼا او د نافذه قوانينو په چوکاټ کې ترسره کړي او لاهم په دې هڅه کې ده، چې خپلي ټولي خپروني د هيواد د ملي منافعو، ملي ارزښتونو، ملي دود او کلتور او لوستونکو د ذوق سره سمي عيار کړي.

ښايي ټاټوبی اوونيزه هم د خپل تېر ۱۰ کلن مطبوعاتي سفر په جريان کې د ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخ شوې وي، خو بيا يې هم هڅه کړې، چې لوستونکو او مينه والو ته تازه، کره او موثق معلومات خپاره کړي.

ټاټوبي اوونيزي پخپله تېره ۱۰ کلنه دوره کې دا درک کړه، چې زموږ د هيواد ډېری سيمي لاهم له رسنيزو فعاليتونو او چاپي خپرونو بې برخي دي، په ځانګړي ډول د هيواد جنوبي زون، نو ځکه يې په چاپي برخه کې زياته تکيه هم د هيواد پر پلازمېنه کابل سربېره پر جنوبي زون کړې ده.

دغه راز ټاټوبي رسنيز ګروپ د ۲۰۱۴م کال په اپريل کې د Tatobaynews.com په نوم د تازه او سرېع خبرونو يوه ويب پاڼه هم پرانيستل، چې ياده ويب پاڼه اوسمهال د تازه پېښو په يوه کره او موثقه خبري شبکې بدله سوې او د ليدونکو اوسنی شمېر يې شاوخوا ۹ ميليونو تنو ته رسيږي.