ماشومانه ګامونه، هیواد بحران ته بیولی شي

ماشومانه ګامونه، هیواد بحران ته بیولی شي

په ټوله نړۍ کې د سیاسي پریکړو، اشخاصو او پارټیو پر وړاندې مثبت او منفي غبرګونه ښودل کېږي.

خو کله چې خبره د ملي ګټو تر سرحده ورسي، بیا ټول ملت د کاږه مار په څیر ځانونه سیده کوي؛ تر څو یې غبرګون( موافق وي که مخالف) د جنجال او تشنج باعث نه شي او ملي ګټې زیانمنې نشي.
نو خبره داده چې:

وطن له مو نازکو حالاتو څخه تېرېدونکی دی، د سیمې استخبارات په کمین کې ناست دي؛ تر څو د نظام د مخالفینو غږ مغرضانه بدرګه کړي او دا تاریخي جغرافیه یو ځل بیا په وینو ولړي.

بالاخره، د هر ډول ستونزې د رامنځته کېدا امکان شته، هیله ده فسبوکیان د دې نازک محیط سره د پیغورونو او رشخند پر ځای سنجیده او محطاطانه چلند وکړي.

د اوس لپاره د سولې جریانونه، ولسي جرګې ریاست او د ولسمشر د واکمنۍ دوام هغه مهم مسائل دي، چې پر وړاندې یې طفلانه لیکنې او غیر شعوري څرګندونې په یقیني توګه ګران هیواد د لا خطرناک بحران خواته بیوای شي.

لیکنه: محمد خلیل شینواری



لیکنې او ژباړې ماشومانه ګامونه

تبصره وکړئ

avatar
t