د مؤرخ، لیکوال او تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ په یاده غونډه وشوه

د مؤرخ، لیکوال او تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ په یاده غونډه وشوه

د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې د پوهاند محمد حسن کاکړ په یاده غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د لغمان یو شمیر چارواکو او په لسګونه ځوانانو، ژورنالیستانو او مدني فعالانو ګډون کړی و.

د لغمان د رسنیو دفتر وايي، د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې مشر او د کاوون غږ راډیو مسؤل انقلابي یوسفزي د ارواښاد محمد حسن کاکړ پر پیژندنې او د ژوند په ټولو کړنو رڼا واچوله ، نوموړي پوهاند کاکړ د افغانستان په تاریخ لیکلو کې یو رښتنی او په حقایقو برابر شخص یاد کړ او د تاريخ ليکلو په برخه کې يې د هغه هلې ځلې د قدر وړ وګڼلې.

د لغمان ولایت مستوفي وحید الله میاخیل له ځوانانو وغوښتل چې هر یو ځان کاکړ کړي.

میاخیل وویل چې پوهاند محمد حسن کاکړ موږ او تاسو ته کتابونه راپريښود، چې دا یی یوه غټه او لویه شمنتي ده، نوموړي زیاته کړه:

«هر ځوان ته پکار ده چې ځان دې الفت، کاکړ او د نورو پوهاندو په شان کړي خو دې برخې ته رسیدل هڅې او کوښښونه غواړي.»

د پوهاند محمد حسن کاکړ د تاریخ بنسټ مشر سلیمان خپلواک د کاکړ پر لاس ته راړونو خبرې وکړې، نوموړي وویل چې ښاغلي کاکړ به تل ځوانانو ته د کتابونو لیکلو او مطالعه کولو لارښوونه کوله، چې دا یی تر ډیره ځوانانو ته ټینګار و.

خپلواک د خبرو په دوام کې د تاریخ بنسټ یادونه وکړه، نوموړي وویل:

«د پوهاند محمد حسن کاکړ د تاریخ بنست چارې په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې چې په ۲۰۱۹ کال کې د هیواد د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د پټې په پرې کولو سره پرانېستل شو، نوموړي وویل چې دغه بنسټ د هغه ځوانانو لپاره ده چې د تاریخ لیکنو کې فعالیت کوي.»

په غونډه کې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فیضان الله پټان د خپلو خبرو په ترڅ کې لومړی د ډاکټر پوهاند محمد حسن کاکړ روح ته د دعا ترڅنګ د تاریخ بنسټ له مسؤل څخه مننه وکړه چې د لغمان د عامه کتابتون سره يې د ښاغلي کاکړ او نورو کتابونو د مرستې ژمنه وکړه.

پټان په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

«ځوانان دې د پوهاند کاکړ کتابونه ولولي ، په تاریخ دې ځان پوه کړي او د نوموړي لاره دې تعقیب کړي، څو په راتلونکي کې ترې د وطن تاریخپوهان او خادمان جوړ شي.»

په جوړه شوې غونډه کې د لغمان د ادبي بهیر مشر بشیر احمد سايل هم په خپلو خبرو کې د ښاغلي کاکړ په هڅو او کوښښو رڼا واچوله د نوموړي نه شتون یی ددې هیواد لپاره یو لوی زیان یاد کړ.

باید وویل شي چې پوهاند محمد حسن کاکړ په ۱۳۹۶ لمريز کال د ۷۸ کلونو په عمر وفات او د يو لړ مراسمو په ترڅ د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو په سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



راپورونه، حسن کاکړ

تبصره وکړئ

avatar
t