د پاکستان په يوه ښار کې ۷۰۰ کسان په ايډز اخته دي

د پاکستان په يوه ښار کې ۷۰۰ کسان په ايډز اخته دي

د پاکستان د روغتيا زوير ويلي دي، د دغه هېواد په يو جنوبي ښار کې اووه سوه کسان چې ډېر پکې ماشومان دي د اډيز په ناروغۍ اخته دي.

نوموړی وايي، د ايچ ايې وي وايروس په رتوديروس ښار کې خپور شوی دی.

هغه وايي، ياد وايروس له يو ډاکټر څخه چې په ياده ناروغۍ اخته وو خپور شوی دی.

رسنۍ وايي، د غانغارو په نوم ياد ډاکټر نيول شوی دی او اوس ترې پلټنې روانې دي چې هغه په لوی لاس دا ناروغۍ نورو ته لېږدولې ده که نه؟

د پاکستان د روغتيا وزير ظفر ميرزا پرون د یکشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، په رتوديرو کې له جمعې راهيسې په ٦٨١ کسانو کې چې ٥٣٧ تنه يې له دوه کلنۍ تر ١٢ کلنۍ ماشومان دي، د «HIV» مثبتې پېښې ليدل شوي دي.

لیکوال

جاويد سباوون

جاويد سباوون يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




تبصره وکړئ

avatar
t