زما غوره لیکنې / ضیاءالدین همت مل

زما غوره لیکنې / ضیاءالدین همت مل

زما غوره لیکنې د سیمې د تکړه تاریخپوه ارواښاد پوهاند ډاکټر حسن کاکړ د علمي ، تاریخي او ادبي مقالو ټولګه ده ،چې په ۱۳۸۹ل کال د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا چاپ شوې ده .
د یاد اثر مطالعه ټولو ته خو په ځانګړي توګه هغو ځوانانو ته چې د افغانستان د تاریخ او سیاستونو په اړه اګاه اووسي د یاد اثر لوستل ورته ډېر ګټور دی .
پوهاند کاکړ د هرې مسلې روښانولو لپاره له علمي څېړنو او علمي دلایلو څخه کار اخیستي ، لومړی څپرکی يې (پښتو او پښتانه ) نومیږي ،چې بیا یې د جلا جلا سرلیکونو لاندې جلا جلا موضوعات څېړلي ، لکه پښتانه په تاریخ کې ، پښتانه په جامعه کې ، د پښتنو راتلونکی ،پښتو د شعر ژبه ، پښتو په ولسي او رسمي سطح ، د پښتو د رسمي کېدو په لور ،د پښتو د علمي کېدو په لور هڅې ، دا څپرکۍ د پښتو ژبپوهانو او ادیبانو لپاره هم ګټور دی .
د دې څپرکي په پیل کې به د کاروان له دې شعر څخه به هم خوند واخلی چې :
ډکه د جلال او دجمال غرنۍ ژبه ده
وایي وره پښتو د مستانه موسیقۍ ژبه ده
خو داسې لنډۍ به هم په کې ولولی
د جانان سترګې مې یادیږي
په خوب کې وینم چې ګیلې راته کوینه
د پسرلي علامې راغلې
په هره پوله کې بنګړي مات شوي دینه
دویم څپرکی : پښتانه لویان ،چې : د میرویس نیکه ، احمدشاه ابدالي ، د یو مصلح غازي یاد او ایمل خان مومند ، او د دوی د مبارزو او لاسته راوړنو په اړه ډېر نوي او دقیق معلومات به ولولی .
درېیم څپرکی یې د لوی افغانستان د ارمانجنو ځوانانو لپاره ډېر ګټور دی ، ځکه چې له دغو موضوعاتو به خبر شي ، لکه: د امیر عبدالرحمن په واکمنۍ کې لر او بر پښتانه ، د ډیورنډ توافق لیک یا د ۱۸۹۳م کال د کابل م کنونشن ، امیر عبدالرحمن او د ډیورنډ توافق لیک ، د ډیورنډ توافق لیک باید ډېر د مخه باطل اعلام شوی وای ، افغانستان ، پاکستان او پښتونستان ، او د ډیورنډ توافق لیک متن ،کله چې څوک د دغې برخې له مطالعې څخه برخمن شي نو کولای شی ، چې د لوی افغانستان د داعیې لپاره یو څه مبارزه په علمي اسنادو سره پر مخ یوسي .
څلورم څپرکی د حضرت امان الله خان او د خپلواکی په اړه بحث شوی ،پنځم څپرکی د وریښمو لار د تاریخ له نظره ، د افغان پرون او سبا ، د معاصر افغانستان تاریخپوهان شپږم څپرکی روښانفکران څوک دي ؟ اووم څپرکی د تاریخ او تاریخ لیکنې په اړه ، اتم څپرکی د اساسي قانون ، اوسیاسي ګوندونو په اړه ،نهم څپرکی د ملګرو یاد ، لسم څپرکی د نورو لیکوالو اثرونو ارزونې او یوولسم څپرکی بیلابیلې لیکنې دي .
پوهاند حسن کاکړ یوازې د افغانستان نه بلکې د دسیمې په کچه یو پېژندل شوی او تکړه تاریخپوه و
که زموږ ځوانان غواړي ، چې د ځینو تاریخي پېښو په اړه ژور معلومات ولري ، نو د غه اثردې ضرور مطالعه کړي .

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



همت، غوره لیکنه

تبصره وکړئ

avatar
t