امریکا:ترکیه دې د روسي توغندیو د اخیستو تړون لغوه کړي

امریکا:ترکیه دې د روسي توغندیو د اخیستو تړون لغوه کړي

د روسي توغندیو پر سر د ترکیې او امریکا اړیکې ترینګلي حالت ته رسیدلي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې الن لرد پرون ترکیې ته د روانې میلادي میاشتې تر پایه مهلت ورکړ، چې د یادو توغندیو د پېرلو تړون لغوه کړي.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار کړی، چې دوی به یاد شوي توغندي وپېري.

په  ورته وخت کې روسیې چمتووالی ښودلی، چې دغه توعندي زر ترکیې ته وسپاري.

معلومه نه ده، چې د توغندیو د دغه تړون د نه لغوه کولو په صورت کې به د ترکیې پر وړاندې د امریکا ګام څه وي؟

 

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t