کونړ کې دوه پروژې پيل او درې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کونړ کې دوه پروژې پيل او درې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په کونړ ولایت کې د ۹۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت دوه پروژې پيل او درې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دا پروژې د کابینې مهمو وزیرانو له لوري پيل او پرانیستل شوې.

د کونړ د رسنیو دفتر لیکي؛ نن سه شنبه د افغانستان د مالیې وزیر محمد همایون قیومي، کلیو او پراختیاوزیر مجیب الرحمان کریمي، لوړو زده کړو ورازت سرپرست وزیر عبدالتواب بالا کرزی او اوبو او برېښناوزارت سرپرست وزیر ګل محمد خلمي او ترانسپورت وزارت مرستیال کونړ ته د سفر په ترڅ کې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د سوداګرۍ لوی مرکز جوړېدو او د غاښي پاس سړک د جغل اندازۍ چارو پیلولو ترڅنګ د نجارۍ لوی فابریکه، د حسابدارۍ انسټیټیوټ او ساینس مرکز ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارلې .

سرچینه د کونړ د والي عبدالستار میرزکوال له قوله وايي، د خصوصي سکتور په چوکاټ کې د ۴۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نجارې فابریکې د پوهنې وزارت په اډانه کې د هند په مالي مټ د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د حسابدارۍ انسټیټیوټ او د پوهنې وزارت د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ساینس مرکز پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

میرزکوال زیاتوي:

«د مرورې ولسونو سره د کړې ژمنې په اساس د کلیو او پراختیا وزارت ۹،۲ نهه اعشاریه دوه میلیونه افغانیو په لګښت یې د مرورې ولسوالۍ له مرکز نیولې تر غاښي پاس پورې د ۲۲ کیلومتره سړک د جغل اندازۍ چارې هم پیل کړې، چې د زرګونو کورنیو ترانسپورتي ستونزې به راکمې شي.»

دی وايي، د لومړي ځل لپاره یې د خصوصي سکتور په همکارۍ په دې ولایت کې ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د قېمتي او نیمه قېمتي کاڼو د نندارې او سوداګرۍ لوی مرکز د بنسټ ډبره کېښوده، چې د ملي اقتصاد په پیاوړیتا او خلکو ته بوختیاوو برابرولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

 

 

 

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



افغانستان، کونړ، پروژې
t