د یوه هندي ماشوم په خوله کې ۵۲۶ اضافي غاښونه موندل شوي

د یوه هندي ماشوم په خوله کې ۵۲۶ اضافي غاښونه موندل شوي

هندي رسنۍ وايي، هندي ډاکټرانو د یوه هندوساتي ماشوم په خوله کې ۵۲۶ اضافي غاښونه موندلي دي.

د نیو انډین اکسپرس ورځپانه ویلي، دا کس د هند چنای ښار د تامیل ناد ایالت دی، چې ډاکټرانو یې له خولې یاد شمیر کې غاښونه ایستلي دي.

دغه ماشومان له خپلو غاښونو شکایت کاوه، چې وروسته د ډاکټرانو تلویزیوني معاینو په پایله کې یاد غاښونه کشف کړل.

د جولایي په یوولسمه نیټه هندي ډاکټران وتوانیدل چې د نیم ساعت په جریان کې دا غاښونه په بریالي توګه وباسي.

د غاښونو وزن ۲۰۰ګرامه ښودل شوی و.

تر اوسه ډاکټرانو ددې لامل نه دی پيدا کړی چې ولې یې خوله کې دومره غاښونه راشوي، خو ګومان کیږي چې دا یو جنیټیکي او چاپيریالي لامل لري.

متخصصان په دې هم څیړنه کوي چې ایا دا خو به د مخابراتي شبکو د څپو کوم اغیز نه وي.

دا ماشوم اوس اوه کاله عمر لري او په خوله کې یې ۲۱ غاښونه پاتې شول چې د اوسني عمر لپاره همدومره بس دي.

ډاکټرانو ویلي چې شاید په ۱۶کلنۍ کې یاد ماشوم د مصنوعي غاښونو ایښودو ته اړتیا پيدا کړي.

 

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



هندی ماشوم، اضافي غاښونه
t