ولسمشر غني د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګیډه کیښوده

ولسمشر غني د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګیډه کیښوده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په درناوي د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

ارګ وايي، ولسمشر نن سهارد هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په درناوي ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

سرچینه وايي، محمداشرف غني چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد یې ملتیا کوله او د ملي پوځ سرتېري په منظمو لیکو کې د هیواد له درې رنګه بیرغ سره په درناوي ولاړ وو، د بانډو ټیم ملي سرود غږاوه، د هیواد د خپلواکۍ د معرکې د اتلانو، شهیدانو او غازیانو په ځانګړي ډول د خپلواکۍ د ګټونکي اعلیحضرت غازي امان‌الله خان په درناوي یې د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

د ارګ په وینا؛ په دغو مراسمو کې د ولسمشر دویم مرستیال استاد سرور دانش، د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو، د ملي امنیت سلاکار، لوی څارنوال، د شاه امان‌ الله خان لوڼو شهزادګۍ هندیه او شهزادګۍ ناجیه، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو، د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئیس، د سترې محکمې یو تعداد غړو، د وسله‌ وال پوځ یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د دوستو هیوادونو ځینو سفیرانو او استازو حضور درلود.



خبرونه خپلواکۍ څلی ولسمشر
t