ګوګل خپله لوګو د افغانستان خپلواکۍ ته ځانګړې کړې

ګوګل خپله لوګو د افغانستان خپلواکۍ ته ځانګړې کړې

ګوګل د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د خپلې پاڼې له لوګو سره د افغانستان درې رنګ ملي بيرغ ایښی او پاس یې پرې د خپلواکۍ سلمه کاليزه ليکلې ده، دغه راز ټاکل شوې نن ماښام د اماراتو پر تر ټولو دنګې ودانۍ هم د افغانستان ملي بيرغ روښانه کړل شي.

پوره سل کاله مخکې د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه افغانستان خپله خپلواکي بېرته واخيسته او له هماغې ورځې راهيسې دغه ورځ په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي.

افغان حکومت اعلان کړی چې د کابل د وړمې شپې (د اسد د شپږویشتمې) خونړي برید په خاطر د خپلواکۍ د بیا ګټلو د سلمې کلیزې د “دارالامان رسمي جشن” ځنډېدلی دی.

د چارو د ادارې لوی رئیس او د دې جشن د ترسراوي مسؤل سید وحید احمد قتالي پرون شپه د دغو مراسمو د ځنډېدو خبره په یوه ویډیويي پیغام کې کړې چې د افغانستان له دولتي ټلویزیونه خپور شو.




t