پوتین او مکرون د اوکراین او ایران په هکله خبرې کوي

پوتین او مکرون د اوکراین او ایران په هکله خبرې کوي

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د روسیې ولسمشر اولادیمرپوتین سره لیدلي او پر مهمو مسایلو يې یو له بل سره خبرې کړې، دا لیدنه د مکرون په استوګنځي کې ترسره سوې
تمه کېږي چې د دوو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په خبرو اترو کې پر پرمختګ متمرکزې وي، همداراز د سوریې د کړکېچ او له ایران سره په اټمي موافقې کې د اوسنیو اختلافاتو په اړه خبرې وکړي.
تراوسه پوري د ایران د لانجمنې اټومي موضوع په هکله هیڅ حل لاره نه ده موندل سوې چې دا هېواد يې له یو شمېر بندیزونو سره مخ کړی

لیکوال

عبدالقيوم عاجز

عبدالقيوم عاجز يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t