ټرمپ عمران خان سره پر کشمیر غږیدلی

ټرمپ عمران خان سره پر کشمیر غږیدلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان صدراعظم عمران خان سره د ټلیفون پر كرښه د کشمیر د قضیې په اړه خبرې کړي.

د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې په دې خبرو کې ټرمپ هند او پاکستان دواړه د یادې ناندریزې قضیې په اړه نرمۍ ته بللي.

امریکایي ولسمشر دغه راز د یادې قضیې د حل و فصل لپاره بیا د همکارۍ ډاډ ورکړی.

خو هند وار د مخه د ټرمپ د منځګړتوب غوښتنه رد کړې وه.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t