په کندهار کي وسله والو طالبانو خپل منځي جګړه کړې

په کندهار کي وسله والو طالبانو خپل منځي جګړه کړې

د ښورواک ولسوالۍ د زړې ولسوالی په سيمه کي د وسله والو طالبانو تر منځ په خپل منځي نښته کي د عصمت په نوم د طالبانو د يوه قوماندان په شمول څلور تنه وژل سوي او اووه نور ټپیان دي.
ځايي سرچينې وايي چي د طالب وسله والو تر منځ دغه نښته تېره شپه ناوخت سوې.

سرچینو په دې اړه معلومات ندي ورکړي،چي دا جګړه ولي او د څه لپاره د کومو ډلو ترمنځ سوې ده.

تر دې وړاندي هم د وسله والو طالبانو د ملاهیبت الله او ملارسول ډلو تر منځ څو ځله خپل منځي جګړې سوي دي.
خو دولتي مسوولينو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

لیکوال

انعام څاروان

عابد څاروان يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t