ازبکستان: افغان سولې برخه کې همکاري کوو

ازبکستان: افغان سولې برخه کې همکاري کوو

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د ملي امنيت شورا له سلاکار سره ليدنه کې ويلي دي، افغان سولې برخه کې همکاري کوي.

د ملي امنيت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب د ازبکستان له بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف سره ناسته کړې او د سولې په اړه يې يو شمېر خبرې اترې کړې.

سرچينې ليکلي، په ياده ناسته کې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير ژمنه کړې چې د افغان سولې روانه پروسه کې به همکاري کوي.

خبرپاڼې ليکلي، ازبکستان د هغې سولې ملاتړ کوي چې مشري او واک يې د افغانانو وي.



ازبکستان افغانستان سوله

تبصره وکړئ

avatar
t