افغانستان، غني او اصلاحات؛ دا شعارونه خیالي که عملي دي؟

افغانستان، غني او اصلاحات؛ دا شعارونه خیالي که عملي دي؟

لیکنه: خُبیب امیري

د ولسمشر غني مخالفین هغه یو عجله جویه او ارماني سیاستوال ګڼي.

د دوی په باور غني لکه امان الله خان، داود خان او نور ارماني سیاستوال په منډه روان دی، د ټولنې شرایط په پام کې نه نیسي او دا وضعیت به د ګټو پرځای تاوانونه ولري.

منتقدین د هغو دورو اصلاحاتي پروګرامونو ته اشاره کوي، چې ټولنې نه امان الله خان سره سازش وکړ، نه یې داود خان وزغمه او نه هم د کمونیست پلوه حکومت تابع او ملګری شو.

دا نقد پر ډاکټر غني ځکه کیږي، چې هغه د امان الله خان د نیمګړي فصل د بشپړولو شعار ورکوي او وایي دا فصل به بشپړوي.

غني او مختلف پړاوونه

غني په واقعیت کې له نورو متفاوت سیاستوال دی.

هغه چې د كرزي د حکومت په اوایلو کې د مالیې وزیر شو، په ډېر لږ وخت کې یې د افغانستان د چور چپاول قرباني کیدونکي ګمرکي عواید د سیمه ییزو او نورو زورواکو له منګولو خلاص او مرکزي کړل.

غني دغه راز د کابل پوهنتون د ریاست پر وخت دا جګړه ځپلی او له معیاره لویدلی پوهنتون له داسې طرحو سره، چې ځینو ټوکې ورباندې کولې او نا ممکنه یې ګڼلې، زر په یو نمونوي اکاډمیک مرکز بدل کړ

هغه نه وروسته غني ولسمشرۍ ته نوماند شو. د افغانستان په سیاست کې یې په لومړي ځل خپل مخالفین مناظرو، طرحو وړاندې کولو او عصري رقابتونو ته وبلل.

په هغه وخت هم خلکو خندل، چې د پوهنتون یو غرب نه راغلی استاد او تکنوکرات څنګه د افغانستان په شان یو دودیز وطن تر خپلې رهبرۍ لاندې راولي.

غني په ۲۰۰۹ کې ټاکنې بایلودې، زیاته موده خاموشه و، تر دې چې حامد کرزي افغان ځواکونو ته له بهرنیانو څخه د امنیتي مسولیتونو د لېږد کمیسون مشري ور ته وړاندیز کړه.

اشرف غني بې معاشه دغه ستونزمن او د ځينو په اند ناممکن کار ته غاړه ورکړه، تر دې چې دا پروسه یې کامیابه او د حکومتولۍ د افغانیزه کولو لوی مسولیت یې په پوره بریالیتوب ترسره کړه.

غني په ۲۰۱۴ کې له هماغو اکاډمیکوځانګړنو او طرحو سره ډېر عجیب و غریب سیاستوال( پلویان، مخالفین، بې طرفه او تقریباً ټول قشرونه) پر ځان ټول او ټاکنې یې وګټلې.

په حکومت کې یې سره له دې، چې پخپله اصطلاح یې (جیلک اندازه اجرایه ریاست) پرې تپل شوی و، خو افغانستان ته یې د ټولو ننګونو باوجود ځینې اغزن مزلونه اسانه او په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې ګڼ بدلونونه راوړل.

غني او اصلاحات

غني اساساً یو ریفورمیست یا اصلاح طلبه دی، هغه د کوم بل او له سره ډیزاینیدونکي افغانستان شعار نه ورکوي.

اشرف غني افغانستان لوستی، په ضعف نقطو، مثبتو ټکیو، جوړښتونو او اساساتو یې ښه خبر دی او په علمي دلایلو یې ثابته کړې، چې د ټولو دغو ظرفیتونو، ستونزو او نېمګړتیاوو په نظر کې نیولو سره یې په افغانستان کې د اساسي اصلاحاتو برنامې پلان کړي دي.

ډاکټر غني په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، حکومتولۍ او نورو ګڼو برخو کې نسبي اصلاحات راوستي او د دوام او بریالیتوب طرحه او شیمه یې دواړه لري.

هغه مطمین دی، چې اصلاحات به یې نور هم کامیابیږي، خلک به یې ملاتړ کوي.

په دې برخه کې د هغه خبرې د منتقدینو د تورونو او ادعاوو برعکس خیالي او هوایي نه دي.

که تاسې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان اقتصادي اړیکې وګورئ، یا په حکومت کې د ځوانانو، ښځو او نورو له پامه غورځول شویو او بې واسطو خلکو پراخ او اسانه جلب و جذب وګورئ، یا په تعلیمي نظام کې اصلاحات او د سیاست له انحصار شوي میدان څخه د ځینو زورورو څنډې ته کول، منئ چې غني اصلاحات راولي، کامیابوي، پلان او ظرفیت یې لري او دا هرڅه د افغاستان په خیردي.

غني خیالي اصلاح غوښتونکی نه دی، هغه په اصلاحاتي پروګرامونو کې ټول ملت ته د دوی د خیر رسیدو اطمینان ورکړی او لا نور یې باوري کولای شي، چې اصلاحات به راځي، افغانستان به غښتلی کیږي او دا وطن به خپله د افغانانو په لاس جوړیږي!

 



افغانستان غني لیکنه
t