لنډ مهاله حکومت دڅه لپاره؟

لنډ مهاله حکومت دڅه لپاره؟

په قطر دوحه ښار کې د طالب او امریکا استازو ترمنځ دسولې په اړه خبرې او اترې روانې دي او پتیل شوې، چې په لنډو ورځو کې به دواړه لوري دسولې هوکړه لیک لاسلیک کړي، چې تر دې مهاله پورې دطالبانو او امریکا استازو له خوا کوم هوکړلیک باندې چې سلاشوي هغه مادې يې د رسنیو په واک کې ندي ورکړې، څو ولس ته د دوی دمذاکراتو پایلې په ډاګه شي. خو داسې ګنګوسې روانې دي، چې په دغو موادو کې یو هم په هېواد کې دلنډمهالي حکومت رامنځته کېدل دي.
ولسونو په داڅو لسېزو کې بېلابېل نظامونه ولیدل او پایله يې دوخت په تاریخونوکې لیکل شوې، چې کوم نظام دولس او دهېواد په خیر تمام شوی، خو دا پریکړه ولسونو ته پرېږدو او نوی نسل به دتاریخ پاڼو ته مراجعه او ځان به پرې پوه کړي، چې آیا په هېواد کې کوم نظام ځلېدلي او کوم یو يې دهېواد دتباهۍ په ګټه کار کړئ.
راځو دې ته چې دافغان هربچی سولې او پرمختګ ته ژمن او لېوال دي، څو په هېواد کې سراسري امنیت خوندي شي او ولس په ډاډه زړونو خپل ورځنيو چارو ته مخه کړي او دسولې په راتګ به ټول ولس ددې شاهدان هم واوسي، چې هېواد به د نورو له احتیاج څخه خلاص او پرځان دبسیا کیدو په لور ګامونه واخلي.
اوسني وضعیت ته په کتو؛ افغانان نه غواړي، چې دپردیو هېوادونو سیاسي مانورونو ته غاړه کېږدي، ځکه ډېری ناخوالې چې په هېواد کې مخکې یا همدا مهال لیدل کیږي، زموږ په کورنیو چارو کې دګاونډیو یا نورو هېوادونو لاسوهنې وې، چې زموږ یوالي ته يې سترزیانونه اړولې او لا نورهم غواړي، چې زموږ اقتصادي نظام ته دبېلابېلو تاوانونو په اړولو سره خپل اقتصادي ځواکمنتیا پرموږ تحمل کړي.
سمه ده، چې دسولې ملي پروسې ته دولت او هم ولس لبیک وايي، خو دداسې سولې چې دټولوهېوادوالو ملي ګټې پکې خوندي وي، ولې ددې لپاره حکومت او هېوادوال دا نه غواړي، چې دسولې تش په نوم داسې پروسه رامنځته شي، چې د څو محدودوافغانانو ګټې پکې پاتې او کړیدلي ولس دې له ناورین سره مخ وي.
افغانستان په تېرو نولس کلونو کې لويې او پرمختللي لاسته راوړنې درلودلي او داقتصاد له پلوه ګاونډهېوادونو ته يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شوې، خو ددې لپاره چې ټول افغان ولس دې ته متوجه وي، چې دسولې او امنیت په خوندیتوب کې دطالب او افغان حکومت (بین الافغاني) خبرې او اترې کیدونکي دي، دګاونډ هېوادونو په ځای دهغوی مشورې او غوښتنې په هیڅ صورت دخلکو لپاره دمنلو وړ نه دي، طالبان دې هم دې ټکي ته ځیر وي، چې دپرمختللي او ډاډمن افغانستان جوړیدل یوازې افغانان کولای شي نه بهرني هېوادونه.
په هېواد کې پیاوړې نظام داقتصادي، سیاسي، ټولنیز او نور برخو په پراختیا کې شتون لري، نوبیا دیو لنډ مهالې دورې رامنځته کولو ته څه اړتیا شته. آیا دموقت حکومت رامنځته کېدل په اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او نورو برخو کې څومره منفي اغیزې به وکړي؟ خو غوره داده، چې دبین الافغاني خبرو او اترو له لارې په موجوده نظام کې ځیني تشې او طالب یا هم دولت له خوا دکومو غوښتنو موضوع مطرح کېږي داهم په ورین تندي دواړه لوري دې دخبرو له لارې ومني، نوره اړتیا نشته چې موږ بهرني هېوادونه سره جوړ کړي، باید په خپلو کې سره موږ خپله جوړ شو.
ان شاءالله اوسنی دسولې هڅې چې رواني دي، ډیر پرمختګونه شوي او د بېوزلو هېوادوالو هېلې هم راټوکیدلي او خوښ دي، چې په هېواد کې ډاډمن امنیت راتلونکی دی.
حکومت او طالب دې په خلاص تندي دیو بل غوښتنې دخلکو او هېواد دخیر او فلاح لپاره ومني او د امنیت راتګ ته دې لبیک ووايي؛ یو خو به زموږ په هېواد کې بهرنی هېوادونه چې په پټه یا ښکاره ‌ډول مداخلې کولې دهغوی مخونه به تور شي او له بل پلوه به زموږ ملي یوالي او ملي پرمختګونه دهېواد په سراسري سیمو کې خواره او تلپاتې به وي.
لیکنه: شیرمحمدامیني ستانکزی



ليکنه
t