سوله که ټاکنې؟ _ سردار محمد”همدرد“

سوله که ټاکنې؟ _ سردار محمد”همدرد“

د ډیری افغانانو د خبرو او بحثونو موضوع همدا ده، افغانان د یوه ډیر اوږده جنګ څخه تیریږي، دا جګړه شاو خواه تر څلورو لسیزو واوښته،نور د افغانستان فرد فرد ولس د سولې چیغې وهي، زه نه غواړم دلته سیاسي بحث وکړم،راځئ دوستانو چې یو څو خبرې د منطق په اساس په آرامه مغزو وکړو زه اول په ټاکنو غږیږم ،بې له شکه چې ټاکنې د ولسواکۍ او یوه حکومت لپاره لومړیتوب دی .

خو د ټاکنو سره یوه خبره لازمي او ضروري ده چې سرتاسری به وي، عادلانه به وي اوس د سرتاسري او عادلانه ټاکنو تضمین څوک نشي کولی موږ او تاسو تیرې پارلماني ټاکنې ولیدلې چې دومره د فساد او شرمه ډکې وې چې د ملت باور په انتخاباتو ختم شوی دی،اوس چې دا چلنجونه په مخکې پراته دي نو ټاکنې یوازې او یوازې بحران ته لار اواروي لکه تیرې ولسمشریزې ټاکنې چې بیا یې جانکیري منځګړیتوب وکړ.

زه اوس په ډیر وضاحت سره وایم چې سوله لومړیتوب ده همدغه سوله کولی سي چې په آینده انتخاباتو کې چلنجونو او ننګونو ته جواب ووایي، موږ سولې ته نژدې شوي یو اوس بهانې لټول نه دي پکار، موجوده حکومت چې د سولې لپاره لوی خنډدی،دوی د سولې د پروسې چې په راتلونکي به د افغانستان لپاره خنډ وي هیڅ دلایل نه لري ،کله چې چارواکي د ملي ګټو او ارزشتونو خبره کوي، کومې ملي ګټې تر غوږو پورې په فساد کې غرق یاست او لادونه او کورنۍ مو په بهر کې دي، کوم ارزښت تر پښو لاندې نشو په همدغه حکومت کې، زه د یوه ارزښت خبره کوم د ډیورنډ لین په اړه مو د پردې شاته همدغه حکومت معامله وکړه، ما همیشه د خپلو امنیتي ځواکونو د قربانۍ خبره کړې ده، کله چې یو ځل داسې وویل شول چې طالبان غواړي چې زموږ  امنیتي سکتور له منځه یوسي اول عکس العمل موږ وشود،خو طالبانو وروسته دا خبره رد کړه .

زه ولسمشر اشرف غني ته د یوه خواخوږي په حیث مشوره ورکوم که غواړې چې تاریخ د وبښي او هم د وستایي د سولې لپاره تر چوکۍ تیر سه او ستا سره د شل دیرش کسان هم تر خپلو چوکیو تیر شي،که په سوله کې د افغانستان ملي ګټو او ارزښتونو ته زیان رسیږي ملت ته وضاحت ورکړه، دا څه مانا با عزته سوله،سوله پخپله باعزته ده، دا منطق نه دی، که دپردې شاته پټې او د افغانستان د ملي ګټو خلاف خبرې وي وضاحت ورکړه، موږ ټول د افغانستان په خاطر ستاسو سره کومک کوو او که د واک او چوکۍ مسئله وي دا بیا د ملت سره ټکر دی، که سوله په سرپرست حکومت راځي را دې شي هیڅ خبره نه ده ټولې ادارې به پخپل ځای وي او په مسوولینو کې به تغیر او تبدیل راځي،بله خبره داده که د سولې پروسه ځنډیږي د همدغه حکومت وخت دې تمدید شي، د خدای په خاطر د افغانستان په ټولو مشرانو او په خاص ډول په ولسمشر غږ کوم په دې مظلومو افغانانو رحم وکړئ او د الله تعالی هغه قول پر ځای کړئ چې په سوله کې خیر دی.



سوله، که ټاکنې ليکنه
t