د جګړې زيان چا ته رسېږي؟ طاهر زهير

د جګړې زيان چا ته رسېږي؟ طاهر زهير

د ملت په وژلو هدف ته رسېدل ناممکن برېښي، په ميليونونو ولسي وګړي ووژل شول، په ميليونونو نور معلول او معيوب شول او د جګړې دې څلوېښت کلن طوفان د هيواد ټول مادي او معنوي تاسيسات او افتخارات له منځه يووړل.

جګړه ورځ تر بلي پسي خونړۍ شوه، خو بريا چا ونه ليده.

په دې څلوېښت کلن طوفان کي هيڅوک هم بريالي نه شول، ټول اړخونه لا هم د ځان په ګټه په جګړه کي دي.

په ميليونونو کسان او د هيواد کادرونه د همدې جګړې د وحشت له امله په بهرنيو هيوادونو کي مهاجر او دربدره شوه.

جګړې مو هيواد په کنډواله رامبدل کړ، خو هيڅ جهت يا يوه ډله بريالۍ نه شوه.

که جګړه او مرګ ژوبله د حل لاره وای، نو د افغانستان د جګړې مخينه تر هر هيواد وغځېده، نو اوس خو بايد حداقل موږ يوې نتيجې ته رسېدلي وای، خو داسي ونه شول او لا هم په جګړه کي مزل کوو.

دا خونړی طوفان ورځ تر بلي لا هم شدت مومي او حللاره مو ونه موندل.

باالخره، که جګړه د افغان معضلې او کشالې د حل لاره وای، نو افغانان به اوس حتمي يو توافق ته رسېدلي وای.

د جګړې ښکېل اړخونه بايد د تېري جګړې د وحشت او حقايقو څخه عبرت واخلي او د جګړې د تداوم پر ځای د جګړې د خاتمې او سولي پر لارو چارو غور وکړي.

جګړه ژوند اخلي، جګړه نفرت زېږوي، جګړه د بېګناه انسانانو په ژوند لوبي کول دي، د (مُشت نمونه خروار) په ډول تېره اوونۍ د فراه ولايت د مرکز اړوند په (شيخان) کلي کي د طالبانو د يوه ځای پر ځای شوي ماين په پايله کي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنو ملکيانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا ډول وژني د هيواد په هره برخه کي زياتي شوي، ملکي کسان په شهادت رسېږي، هره ورځ د بېګناه خلکو موټرونه پر ښخ کړل شوو ماينونو برابرېږي او ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله رسېږي.

څه مو ده مخکي په کندهار کي د واده د خوښيو د مراسمو د موټريز کاروان يو موټر پر ښخ کړل شوي ماين برابر شو چي په پايله کي يې د خوښۍ مراسم په غم مبدل شول او يو زيات شمېر ښځي او بېګناه افغانان په شهادت ورسېدل.

همدا راز په اروزګان کي د يوې کورنۍ د غړو موټر د طالبانو لخوا پر ښخ کړل شوي ماين برابر شو او ۵ تنه ځای پر ځای ووژل شول.

دېته ورته په مشرقي ولايتونو کي څو ځلي د خوښيو پر مراسمو ماينونه چاودېدلي او په لسګونو بېګناه کسان يې په شهادت رسولي.

ولسي وګړي وايي، د طالبانو ماينونو يې ژوند سخت تريخ کړی.

د محمدداؤد په نوم د کندهار ولايت يو تن اوسېدونکی وايي، طالبان په عامه لارو کي ماينونه پټوي چي زياتره ملکي کسان پرې برابرېږي او په شهادت رسېږي.

ولسي وګړي وايي، طالبان بايد نور د ولسي وګړو په عامه لارو او واټونو کي ماينونه ښخ نه کړي، ځکه د دې ماينونو په پايله کي يواځي يواځي بېګناه ولسي وګړي په شهادت رسېږي.



افغانستان جګړه زیانونه سوله ليکني او ژباړي
t