په هغو موضوعاتو وغږیږئ چې پرې برلاسي یاست !

په هغو موضوعاتو وغږیږئ چې پرې برلاسي یاست !

ډېره هڅه وکړئ په داسې موضوعاتو وينا وکړئ؛ چې تاسې پرې پوره برلاسى اوسئ. په اړه يې پوره معلومات ولرئ. که شوني وي د لکچر يا وينا کولو لپاره داسې موضوع وټاکئ چې په ټوله مانا پرې حاکم اوسئ. د ټولييزو مسائلو ترڅنګ په جزيي مسائلو هم پوه ياست.

يوه داسې موضوع چې علاقمندي ورسره ولرئ. په مينه يې وړاندې کړئ. ناراحتي ورسره احساس نه کړئ.
تمرين (مشق) هېڅکله مه هېروئ. په خپله خونه، کارځاى، صنف او يا هم دفتر کې موضوع هر-اړخيزه تمرين کړئ.

د خپلو اندېښنو په اړه له نورو سره وغږېږئ. خبرې/نظريات يې واورئ. ځير شئ ورته.
باور مو يقيني کړئ. ويره خنثا کړئ. د خلکو څخه د ډار ګراف صفر ته راښکته کړئ.

هغه خلک چې تاسې ورته وينا کوئ په اړه يې معلومات لاس ته راوړئ. موقف، دنده، مسلک، جنس، عمر… په اړه يې ځان پوه کړئ.

په خپل پيغام تمرکز وکړئ. له موضوع څخه بهر مه وځئ. همدا بايد درته سرې کرښې اوسي. يوخوا بل خوا موضوع مه وړئ. ټول فوکس د موضوع په څنډو وساتئ.

تجربه، خاطره، بيت، معقوله، متل… له نورو سره شريک کړئ. د موضوع سره بايد تړښت ولري.

سید سالار خادم



غږیدل معلوماتي وینا
t