هلمند ؛د علامه ابن حبان بُستي علمي او څېړنیز سمینار جوړ شو

هلمند ؛د علامه ابن حبان بُستي علمي او څېړنیز سمینار جوړ شو

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د سلاکار ډاکتر طارق رشاد په مشرۍ ۱۵ کسیزه پلاوی هلمند ته د فرهنګي اوونۍ لمانځلو په موخه راغلې چي دلته به علمي سمینارونه ، مشاعرې ، د تاریخې ابداتو څخه لیدنې او ګڼ نور فرهنګي پروګرامونه ترسره کړي.
د علامه ابن حبان بُستي علمي او څېړنیز سمینار نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کې جوړ شو چي په مالي او ادارو چارو کې مرستیال او سرپرست والي مجاهد الله صفاري ترڅنګ د اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه راغلې ۱۵ کسیزه پلاوي ، ګڼ شمېر لیکوالانو ، میرمنو او ځوانانو هم ګډون کړی وو.
ددې علمي او څېړنیز سمینار د پرانیستونکې وینا پرمهال د هلمند سرپرست والي مجاهد الله صفاري د خبرو پرمهال وویل: د اطلاعات او فرهنګ وزارت له رهبرۍ مننه چې د هیواد د یوه لوی شخصیت علامه ابن حبان بُستي پر ژوند ، اثارو او افکارو يې علمي او څېړنیز سمینار جوړولو ته زمینه برابره کړه.
صفاري زیاته کړه: ددې ډول سمینارونو جوړول یوه ستره اړتیا ده ترڅو د هیواد د نوموتو شخصیتونو او هستیو په ویاړ غونډي جوړي شي او د هغوی د ستاینې ترڅنګ د هغوی له پوهې او افکارو څخه په اوسني وخت کي په پوره ډول ګټه پورته شي.
همداراز د اطلاعات او فرهنګ وزارت د خلکو او فرهنګ ریسې آغلې محبوبه بابکرخیل له لوري د علامه ابن حبان بُستي د علمي او څېړنیز سمینار په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام هم ولوست چې ددې سمینار په اړه يې رالېږلی و.


همداشان د اطلاعات او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد هم وینا وکړه هغه د خبرو پرمهال وویل: اړوند وزارت ژمن دی چي د علامه ابن حبان بُستي د اثارو ژباړې ته زمینه برابره شي ، د علامه ابن حبان بُستي په نوم د مډال چاري هم بشپړي شوي، د مقبرې جوړولو چارې په اړه به يې هم کار وکړي ترڅو په اساسي ډول ورغول شي.


د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریئس حمیدالله ویاړ په دې جوړ شوي سمینار کي د خبرو پرمهال وویل: د علامه ابن حبان بُستي د مقبرې د احاطې دېوال د جوړولو ژمنه د هلمند ښاغلي والي تورنجنرال محمد یاسین خان ورسره کړې چي په خپل شخصي لګښت به يې چارې ترسره کړي، ترڅو ددې لوی علمي شخصیت د مقبرې ساتنه شوې وي ، د اطلاعات او فرهنګ ریئس د هلمند والي له مرستي او همکارۍ مننه وکړه.
وروسته ګڼ شمېر لیکوالانو د علامه ابن حبان بُستي پر ژوند ، علمیت ، مقام ، اثارو او علمي تالیفاتو ، علمي سفرونو او ګڼو نورو برخو باندي خپلې ترتیب کړې مقالې او راټول کړې مالومات وړاندې کړه او ترڅنګ يې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له راغلو پلاوو څخه خپلي غوښتنې هم د تاریخې سیمو د رغونې، د علامه ابن حبان بُستې د مقبرې او اثارو ، ژباړې او نورو برخوکي د پاملرنې غوښتنه هم وکړه.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t