کونړ: نرنګ او څوکۍ ته نوري فایبر غځول کیږي

کونړ: نرنګ او څوکۍ ته نوري فایبر غځول کیږي

د کنړ ولایت نرنګ او څوکۍ ولسوالیو ته، د نوري فایبر غځولو پروژه پرانیستل شوه.
د کونړ مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس شفیق الله سالارزي، د ګډ پلاوې په مشرۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت نرنګ او څوکۍ ولسوالیو ته د نوري فایبر نښلولو پروژه پرانیسته.
ښاغلي سالارزي دغو ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د غونډې ګډونوالو ته وویل، د هیواد لري پرتو سیمو ته د نوري فایبر غځولو پر مټ به هلته د برېښنايي حکومتولۍ چارې لا چټکې شي.
هېره دې نه وي، چې په دې وروستیو کې د هیواد ډېری ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته، د انټرنیټ اسانتیاوو تر لاسه کولو په موخه د نوري فایبر غځولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.




t