افغان خبریالان لاهم د جدي ګواښونو سره مخ دي

افغان خبریالان لاهم د جدي ګواښونو سره مخ دي

خبریال: حسیب (ظفر)

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې، د رواني نومبر مياشتي پر ۲مه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کي د خبریالانو پر وړاندي د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالي ورځي په تړاو ناسته جوړه کړه.
په دغه ناسته کي د افغان خبریالانو د خوندیتوب پر کمېټې سربېره، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، په افغانستان کي د یونیسکو رئیسې، د یوناما د بشري حقونو رئیسې، خبریالانو او د رسنیو مسوولینو ګډون کړی وو.
د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو د پیاوړتیا په برخه کي د خبریالانو، حکومت او نړیوالي ټولني ترمنځ د کاري آړیکو د ټینګښت د عملي لارو چارو پېژندل؛ د خبریالانو پر وړاندي د جرمونو د معافیت د وضعیت تحلیل او د هغه د له منځه وړلو لپاره د عملي لارو چارو وړاندیز او له طالبانو سره په خبرو اترو کي د بیان د آزادۍ او د رسنیو د خپلواکۍ د ځای ځایګي په اړه بحث؛ ددغي ناستي موخي وې.
د ناستي په پيل کي د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتني چارو رئیس، صدیق الله توحیدي وویل: «په دغه پروګرام کي د سولي پروسې او په هغه کي د افغان خبریالانو او رسنیو ځای ځایګی، د هېواد د رسنیو اوسنی وضعیت، د خبریالانو د کار پر وړاندي د خوندیتوب آساسي ننګوني، په دې تړاو وروستي اقدامات او د خبریالانو د خوندیتوب په آړه، د رسنیو، حکومت او نړیوالي ټولني ترمنځ د آغېزمن ګډون د رامنځ ته کېدو اجرائیوي پلان ترسرلیک لاندي په څلورو پنلونو کي تر بحث لاندي نیول کېږي.»
افغان خبریالان وايي، د خبریالانو د وژنو او ځورونو  تر ټولو مهم لامل دادی، چي وسله والي ډلي او هغه کړۍ، چي په جګړه کي ښکېلي دي، نه غواړي چي حقایق روښانه شي او په همدې وجه هڅه کوي، چي د خبریالانو په وژلو او ګواښلو حقایق کتمان کړي، ځکه خو زیات وخت وسله والي ډلي د ځینو حقایقو د کتمان لپاره افغان خبریالان په نښه کوي.

وروسته په دغه ناسته کي د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، سید آقا حسین فاضل سانچارکي وویل: «د ملي یووالي حکومت په تېرو څو کلونو کي د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي څه باندي ۱۰۰۰ دوسیو ته په جدیت سره رسېده ګي کړې ده.»
نوموړي زیاته کړه، اوسمهال د حکومت او رسنیو د ګډي کمېټې په چوکاټ کي یو داسي میکانېزم رامنځ ته شوی، چي له آمله یې د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي پېښو ته پر وخت رسېدنه کېږي.

ددې ترڅنګ د غیر مسوولو ډلو موجودیت هم افغان خبریالانو ته لوی ګواښ جوړ کړی، نو په يوه داسي کړکېچن حالت کي رسنيز فعاليت ترسره کول ډېر ستونزمن وي. موږ وینو، چي افغان خبریالان هر وخت د تاوتريخوالي ښکار وي، وژل کېږي،ټپي کېږي او سپکاوی یې کېږي، خو په خواشینۍ سره چي افغان حکومت لاهم د خبریالانو د خوندیتوب لپاره بنسټیز اقدامات نه دي ترسره کړي.
په ياده ناسته کي په افغانستان کي د یونیسکو رئیسې، پاتریشیا مک فلیپس، اندېښنه هم وښوده، چي په نړۍ کي د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي په هرو لسو قضیو کي ۹ ته یې رسېده ګي نه ده شوې او زیاته یې کړه، چي د آغېزمنو میکانېزمونو په رامنځ ته کېدو سره به د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدو په کچه کي زیاتوالی رامنځ ته شي.

د افغان خبریالانو د نه خوندیتوب مسله د یو شمېر خبریالانو لخوا داسي مهال مطرح کېږي، چي د روان مېلادي کال د جولای مياشتي پر ۱۲مه د پکتیا په ګردېز کي يو سيمه ييز خبريال نادر شاه صاحبزاده وسله والو وتښتاوه، چي د جولای پر ۱۳مه يې مړی په داسي حال کي وموندل شو، چي په چاقوګانو وهل شوی وو.

په ورته وخت کي د یوناما د بشري حقونو رئیسې، فیونا فریزر، رسنیز فعالیتونه او د بیان آزادي په تېرو ۱۸ کلونو کي د افغانستان لویي او مهمي لاسته راوړني وبللې؛ خو ویې ویل، چي اوس هم د خبریالانو پر وړاندي تاوتریخوالي او ګواښونه شتون لري. هغې ټینګار وکړ، چي خبریالان، د مدني ټولنو او بشري حقونو فعالان د ملکي وګړو په ډله کي راځي او باید ملاتړ یې وشي.

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کي راځي، چي له امنیتي پلوه د خبریالانو لپاره له ننګونو او ستونزو ډک دی او کار کول هم پکي د سرساتني بشپړه او پخه مسلکي تجربه غواړي.

افغان خبریالان، چي تازه دمه د ژورنالیزم ډګر ته داخل شوي، تر ډېره په سختو حالاتو کي د سرساتني پوهاوی او تجربه یا خو بېخي نه لري او یاهم ډېره کمه لري.

دا مهال په افغانستان کي سلګونه نړیوال اوکورني ټلوېزيونونه، راډیوګاني، ورځپاڼي او اوونيزي خپروني کوي، چي زیات شمېر خبریالان او کار کوونکي لري.

ښايي دغو ادارو د ژورنالیزم په بېلابیلو برخو کي خپلو خبریالانو ته ګڼ ورکشاپونه او سېمېنارونه جوړ کړي وي، خو نیوکه داده، چي دغو ادارو په سختو شرایطو کي خپلو خبریالانو ته د سرساتني او د خبري پېښو د پوښښ په برخه کي لازمه روزنه نه ده ورکړې.

هاخوا د ژورنالیستانو یو شمېر اتحاديې بیا په دې باور دي، چي ښايي د اقتصادي او یو شمېر نورو لاملونو له کبله افغان مطبوعاتي ادارو دغي برخي ته زیاته توجه نه وي کړې.

پردې سربېره د ګوتو په شمېر نړیوالي ادارې هم شته، چي خپلو خبریالانو ته یې په سختو امنیتي حالاتو کي د چلند، راپور ورکولو، ځان ساتني او داسي نورو لارو چارو په اړه پوهاوی ورکړی دی.

ښايي په افغانستان کي ډېر کم ژورنالیستان وي، چي د راپور ورکولو پرمهال يې د ځان ساتني روزنه ترلاسه کړې وي او دغه راز په پېچلو امنیتي حالاتو کي د سر ساتني په لارو چارو خبر وي.

د ژورنالېزم یوه عامه اصطلاح ده، چي هېڅ پېښه هم د خبریال د ژوند آرزښت نه لري او د ژورنالیزم استادان وايي، خبر ورکړﺉ! خو پخپله خبر مه جوړیږئ! دا په دې خاطر، چي ژورنالیست ته زیان و نه رسېږي.
د نومبر دوهمه، د خبریالانو پر وړاندي د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو ورځ؛ هرکال په افغانستان کي د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالي د کمېدو د حللارو د موندلو په موخه لمانځل کېږي.

لیکوال

عبدالله ګوهر

عبدالله ګوهر يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



افغان خبریالان افغانستان راپورونه او مرکې ستونزي فعالیت کواښونه

تبصره وکړئ

avatar
t